ټرمپ: په شمالي کوريا مو سخت بنديزونه ولګول، چې پخوا په هېڅ هېواد نه وو لېګول شوي

روهي (نۍ/د کب پنځمه)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ترمپ تېره ورځ د امريکا مرېلند ایالت کې وويل، چې په شمالي کوريا مو داسې بندېزونه ولګول، چې وړاندې په هېڅ هېواد نه وو، لګول شوي.

ټرمپ هيله ښودلي، چې دغه نوي بندېزونه به مثبتې پايلې ولري او د شمالي کوريا اټمي پروګرامونه به کنټرول کړي.

د امريکا په دې نوي بندېزونو کې د شمالي کوريا په اټمي او مزائیلو پروګرامونو کې په شاملو ۵۰ بېړيو او شرکتونو او په يو وګړي بنديز لګول شوی.

دغه بندېزونه تېره ورځ د امريکا د خزانې وزارت له خوا اعلان شوي دي او ويلي يې دي، چې په دې سره به د بحر له لارې د شمالي کوريا د اټمي او مزائیلو پروګرامونو ملاتړ محدود کړي.

دا بندېزونه په داسې وخت کې لګيږي، چې ولسمشر ټرمپ تېره مياشت ويلي وو، چې له شمالي کوريا سره مرسته کولی شي، ترڅو له نړيوالو بندېزونه ځان خلاص کړي.