
روهي (نۍ/د کب پنځمه)، د امريکا د متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د روان ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې به، خپل سفارت په بيت المقدس پرانيزي.
د بهرنيو چارو وزارت په وينا، چې د روان کال د مې په مياشت کې د اسرائيلو د يو خپلواک هېواد د رامنځ ته کېدو ۷۰ مه کليزه ده، چې په عين وخت کې به واشنټګن خپل سفارت بيت المقدس ته ولېږدوي.
تمه ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يادې پرېکړې په اړه به، په فلسطين او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د امريکا په خلاف سخت لاريونونه تر سره شي.
يو لوړپوړي فلسطيني چارواکي، دغه پرېکړه د عرب وګړو پر وړاندې تعصبي چلند او د نړيوال قوانينو سپکوی بللی.
له دې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو مرستيال ولسمشر ويلي وو، چې په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې به خپل سفارت بيت المقدس ته ولېږدوي، خو له ټاکل شوي وخت وړاندې، بهرنيو چارو وزارت خپله پرېکړه اعلان کړه.