
روهي (نۍ/ د کب پنځمه)، د پيسو د مېنځولو يا فتف نړيوال سازمان چې د فرانسې په پاريس کې موقعيت لري، پرېکړه کړي، چې پاکستان به له ترهګرو سره د مالي ملاتړ کونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
د يوې اونۍ خبرو او بحثونو وروسته، ياد سازمان دا پرېکړه وکړه، چې پاکستان له نړيوالو ترهګرو څخه د ملاتړ او مالي همکارۍ له امله د ترهګرو په مالي ملاتړ کوونکو کې شامل کړي.
له ترهګرو سره د مالي ملاتړ کونکو په لېسټ د پاکستان د دننه کولو وړانديز او طرحه واشنګټن وړاندې کړې وه، چې په دې سره به د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې ډېرې سره خرابې شي.
د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کونکو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان له لېکلو سره ترکيې، سعودي عربستان او چين مخالفت کولو.
درې کاله وړاندې هم، د پاکستان نوم د ياد نړيوال سازمان له خوا د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کونکو هېوادونو په لېسټ کې شامل شوی وو.