
یو وخت داسې و چې طالب تر خپل کتاب، حجرې او مسجد پورې محدود و، په کلیوال کلتور کې تل پدې باندې مشهور پاتې شوی چې:
له چاسره کار نلري.
خپل کار کوي.
سر یې ځړولی او
په لاره روان وي.
خو اوس داسې محسوسیږي چې، اللّه تعالی دا قِشر د خپل تدبیر له مخې، دیوې ورځې لپاره همداسې راساتلی و، ترڅو په مناسب وخت او ځای کې ترې کار واخلي.
دا چې خدای پاک له طالب نه څنګه او څومره کار واخیست، دا داسې یوه پوښتنه ده چې په ځواب یې هر څوک پوهیږي.
طالب د خپل تاریخ په اوږدو کې دژوند په هر ډکر کې ابتکاري شان درلودلی، که یې طالبي زندګي وه او که یې اوسنۍ انقلابي _ سیاسي زندګۍ ته ځیر شو:
طالب انقلابي دی چې:
په خپلو کړو، وړو یې ډیر شیان تغیر کړل.
طالب نوښتګر دی چې:
د خپل ابتکاري مزاج په برکت یې په ډیرو سولېدلیو نظریاتو او مسلّماتو د اِبطال کرښه راښکله.
ستا دښایست ګلونه ډیردي.
ځولۍ مې تنګه، زه به کوم کوم ټولومه.
ددې لیکنې حوصلې ته په کتو، د طالب د پوره او ریښتني انځور وړاندې کولو حق پوره کول ناشوني دي، بلکه د دې کار لپاره خومستقل تحقیق او تاریخ لیکلو ته ضرورت دی.
خو د "مشت نمونهِ خروار " په ډول:
۱:داسلامي خلافت دړنګېد و او په اسلامي نړۍ باندې د غربي افکارو د یرغل له وخته په اسلامي ټولنو کې دا تصوّر مسلّط دی چې:
حکومت او سیاست کول له ږیرې، پټکي او شرعي لباس سره، نه ښایي او نه کیږي، بلکه ددې لپاره بین المللي یو نیفارم کارول، وړ او ضروري دي.
همدا راز دخلکو تر منځ داهم مشهوره وه چې:
سیاست په رښتیا اوصداقت سره نشي کېدای، بلکه هغه چاته به دښه سیاسي لو بغاړي په توګه کتل کېدل چې نه به په قول او نه په عمل کې درښتیا وو پابند و.
خو طالب دې حا کم تفکُّر ته داسې تغیر ورکړ چې هم یې دوست مني اوهم دښمن.
طالب د خپل ۲۴ کلن سیاسي او انقلابي ژوند په اوږدو کې وښوده چې شرعي بڼه د مسجد او مدرسې په څېر له وزارت او سیاست سره هم زېب کا.
طا لب په خپل ریښتني کردار او ګفتار سره ثابته کړه چې یو مسلمان له صدق سره د سیاست په میدان کې کومې لاس ته راوړنې درلودی شي هغه له در واغو سره امکان نلري.
د طالبانو د واکمنۍ په مهال د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د دوی کونسل "ملامسیح اللّه "مؤذن "د خولې بیان دی چې ویل یې:
یو ځل مې له کوم ایټالوي دېپلوماټ سره ملاقات درلود، دواړه مخامخ سره ناست و، زه په سپین فاج او خپله طالبي جامه کې وم، د خبرو په جریان کې یې راته وویل:
د تاسو رسمي یونیفارم کوم دی؟
اوتاسو ولې بین المللي یو نیفارم نه کاروئ؟
طالب دېپلوماټ په ډیره لوړه حوصله او بې پروا لهجه ځواب ورکوي:
د مونږ رسمي یونیفارم دادی چې کوم ما اغوستی او تاسو دا خیال ونکړی چې مونږ ته بین المللي لباس مالوم ندی او یایې پیژنو نه.
مونږ پدې ښه پوهیږو چې یخن کاک، پتلون او نکټایي ددې لباس ارکان دي، په اخیستلو او اغوستلو یې هم پوهیږو، خو دا چې مونږ یې بیا هم نه اغوندو ددې وجه داده چې مونږ ته مو دین اجازه نه راکوي.
وایي: چې کله مې ژباړن خبرې ورته وژباړلې نو ایټالوي د خوشطبۍ په دود خپله نیکټایي شاته وویشتله او وې خندل.
۲: عربانو له پیله ځانونه د عجمو استادان بلل او حقیقت هم همداسې دی؛ ځکه چې اسلام د همدوی له لارې نورې نړۍ ته صادر شوی.
خو انقلابي طالب دې حقیقت ته هم ۱۸۰ درجې تغیر ورکړ؛ اوس ټول "دحساب وړ" عربان د عجمي طالب په بیعت او استاذۍ باندې معترف دي.
حقیقت دادی چې طالب د معاصرې اسلامي ویښتابه سرخیل دی.
او د اسلامي خوځښتونو سرپرستي یوازې او یوازې همده ته حاصله اوله همده سره ښایي.
۳: د مونږ د فقهې په هکله دا حقیقت خپل او پردي منلی، چې د انساني کړو، وړو د جواز او نه جواز په بیان کې د داسې شمول او استیعاب څښتنه ده چې د هېڅ قوم په علمي تاریخ کې یې ساری نه ميندل کیږي:
هغه دچا خبره،داسې جزیات یې هم لا انګېرلي او څېړلي چې له آدم نه تردې دمه به خدازده یو نیم وار پېښ شوي وي اوکنه!؟
خو په آزادۍ مین طالب، ځان پدې پراخو حدودو کې هم ایسار نکړ او د انساني عمل داسې نمونه یې وړاندې کړه چې غونډ فقهاء یې هک پک او ګوته په غاښ کړل:
پخپل لاس د ځان قربانولو ته د شریعت په اصطلاح کې انتحار "ځان وژنه " وایي، چې ډېر ناروا عمل دی، خوطالب ددې کار حقیقت هم ور بدل کړ، طالب د خپل ایثار په برکت، انتحار په مقدّس شهادت واړاوه.
طالب خلکوته وښوده چې:
په آخرت باندې ایمان څه معنا لري؟
یو بنده باید له خپل خالق سره څنګه مينه وکا؟
طاغوتیان چې داعمل ځان وژل بولي،دېته یې ندی پام چې:
د ځان وژلو لپاره خوصِرف دوه ګزه رسۍ،اویا یوه مرمۍ کافي ده.
که طالب رښتیا هم ځان وژلی،نو دمیاشتو اوکلونو انتظارکولو د لکونو روپو مصرف کولو او په خطرناکو لارو سفر کولو، ته به یې څه اړتیا وه؟
۴: د طالب شوخي او بغاوت، تکویني پولې هم ترخپلو پښو لا ندې کړې او دخپل عملي اعجاز په مټ یې د فطرت قوانین چلینج کړل؛ پخوابه پسرلي ته خلک خوښېدل؛ ځکه چې:
روح بښونکیو وږمو به یې مړه زړونه ژوندي کول.
دمعطّرو بادونو هرې څپې به یې دژوند پیغام ليږداوه.
شاعرانو به دشعر په ژبه خپل بني نوعه وګړي دیو نوي ژوند تسلسل ته رابلل.
خو اوس داسې نده.
اوس پسرلی ګلان ټوکوي نه.
رژوي یې.
غم آلوده وږمې یې دژوند په ځای له ځان سره د مرګ زیري لري.
پسرلی مهال چې کله طالبان له حجرو نه دسنګرو په لوري ولاړ شي،نو:
ترهغو چې راستنیږي
د مبایل له هر زنګ
دمسج له هر شرنګ
ددروازې له هر غَنګ
سره به دې زړه دپښو تر تلو تیریږي چې:
خدایه! هسې نه یو چا، دچا دشهادت زېری راوړی وي!!
هسې نه چې راته ليکلي يې وي:
ملا فلانی شهید شوی،
اوسبا په لس بجې یې جنازه ده.