ترکمنستان هېواد چې د ګازو خورا سترې زيرمې لري، په ١٣٦٨لمريز کال کې يوه داسې طرحه وړاندې کړه، چې له مخې یاد هیواد څخه د ګازو یوه نل لیکه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته وغځول شي . د دې پروژې ټوله ایز لګښت 22.5 میلیارده ډالره دی چې 7.5 میلیارده یې د نل لیکې لګښت، 15 میلیارده ډالره د ګازو لګښت دی، چې هر کال به مجموعي ډول 33 میلیارده متره مکعب ګاز لیږدول کيږي .د دې پروژې اوږد والی 1814 کیلومتره دی چې 214 کیلومتره د ترکمنستان، 776 کیلومتره د افغانستان او 826 کیلومتره د پاکستان په خاوره کې تیريږي .
يونیکال امريکايي کمپنۍ ، چې مرکز يې په کليفورنيا ايالت کې دى او د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې د تیلو او ګازو د یوشمیر شرکتونو مشري پر غاړه لري، په دې پروژه کې د سيالۍ لپاره چمتوالی ونیوه او له ١٣٧٠ څخه تر ١٣٧٣لمريز کال پورې یې د دې پروژې د لومړنۍ سروې لپاره نږدې يو ميليون ډالر هم ولګول .خو دا کمپنۍ ونه توانېده چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کې د دې پروژې په پلي کېدو کې د حکومت ملاټر ترلاسه کړي. د دې نل لیکې لپاره په افغانستان کې دوه لاندنۍ لارې په پام کې نیول شوې وې:
یوه د ترکمنستان له دولت اباد نه نیولې او د افغانستان په خاوره کې له فارياب نه شبرغان، مزارشريف، سمنګان، بغلان، سالنګونو، پروان، کابل پورې غځېده، بیا به د جلال اباد له لارې پاکستان او له هغه ځایه هندوستان ته غځول کېده.
دویمه لار یې د ترکمنستان په خاوره کې له 214 کيلومتره واټن وروسته، د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په 776 کيلومتره واټن وهي بیا د کويټې له لارې پنجاب او له هغه ځایه د هندوستان فاضلیکا سیمې ته رسيږي . چې دا یې وروستی برخه ده .
هغه مهال د ټاپي پروژې غړو هيوادونو ژمنه کړې وه، چې د دې پروژې ترڅنګ به يوه بله ستره اساسي او بنسټيزه پروژه هم پلې کيږي، چې هغه په نړيواله کچه د لويې لارې جوړيدل و، ترڅو هند او پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره ونښلوي. د دې پروژې د عملي کیدو لپاره د ټاپي غړیو هیوادنو د یو ګډ شرکت د ټاپي لمتيد په نامه هم جوړ کړ .
په ١٣٩٠لمريز کې ترکمن چارواکو د دې پروژې په هکله له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې خبرې وکړې، دواړو هيوادونو د يوه تړون په لاسليکولو د ټاپي پروژې ګازو بيه معلومه کړه، چې د تړون تر مخه به د ترکمنستان د ګازو بيه په نړيوال بازار کې د اومه تيلو له بيې ديرش سلنه ټيټه وي.
د ۱۳۹۱ لمريز کال د وري په مياشت کې د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني وزير وحيدالله شهراني د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د بيې نهايي کولو لپاره ترکمنستان مرکز عشق اباد ته سفر وکړ.
شهراني وويل: د ترکمنستان ولسمشر په افغانستان کې د ديرشو کلونو لپاره په مناسبه بيه په کلني ډول د ۵۰۰ ميليون متر مکعب ګازو په پلور موافقه وکړه.
د دغه سند له مخې به افغانستان د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته په لومړيو لسو کلونو کې پنځه سوه ميليون متر مکعبه ګاز ترلاسه او دويمه لسيزه کې يو ميليارد متر مکعبه او درېيمه لسيزه کې به ١،٥ ميليارد متر مکعبه ګاز وپېري.
د ١٣٩٢لمريز کال د ليندۍ مياشتې په پېل کې د ټاپي غړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان ،پاکستان، هند) استازو ددې پروژې د مالي مشورتي خدمتونو (TASA) تړون د ٢٤ مې تخنيکي غونډې په ترڅ کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې لاسليک کړ.
په دې ګډه ناسته کې غړو هېوادونو ژمنه وکړه، چې که پېريدونکي هېوادونه (افغان، پاک، هند) تر قرارداد زیاتو ګازو ته اړتيا پيدا کړي، نو پلورونکي هېواد ترکمنستان ته به لږ تر لږه ٤٨ ساعته وړاندې خبر ورکوي، څو د اړتيا وړ ګاز پر ټاکلي وخت چمتو شي.
له بل پلوه د ټاپي پروژې د امنيت لپاره افغان حکومت اعلان کړى، چې يوه اوه زره امنيتي ځواک ته به دنده ورکړي، څو د افغانستان په خاوره کې د ګازو د دې نل ليکې امنيت خوندي کړي.
بالاخره په 2015 زیږدیز کال کې د پروژې تړون کې لاسلیک شو ،د پروژې چارو د پیل نېټه 2016 او پای یې 2020 کال وټاکل شو. اوس چې دا پروژه د ترکمنستان په هیوادکې بشپړه شوې د روان کال فبروري په 22 نېټه يې په افغانستان کې پرانسیته کيږي،په دې پروژه کې ملګري شرکتونه چې چارې یې پرمخ وړي په لاندې ډول دي :
• Turkman Gaz
• Afghan Gaz Enterprise
• Interstate Gas System
• GAIL
د ټاپي پروژې ګټې
1. د ترکمنستان له پاره:
• ترکمنستان هیواد به ددې ګازو د صادراتو له لارې میلیاردونه ډالره ترلاسه کړي.
• له بله اړخه به یې له سویلي اسیا سره اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې شي.
• د تادیاتو بیلانس به یې نور هم ښه شي.
• د پیسو په ثبات کې به ورسره مرستندوی پاتې شي.
2. افغانستان له پاره :
• افغانستان به هر کال 400 میلونه ډالره د حق العبور په توګه ترلاسه کړي .
• زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي .
• د هیواد هغه ولایتونه چې له حکومتي خدماتو څخه بې برخې دي هغوی ته به د کاروبار زمینه برابره او د یادو سیمو امنیت به هم تامین شي.
• افغانستان به میلیادونه متره مکعبه ګاز ترلاسه کړي.
• د د افغانستان له لارې د سویلي او مرکزي اسیا نښلول.
• د دې پروژې په عملی کیدو سره به لوی لارې،ریل پټلۍ هم تیرې شي.
• د افغانستان لپاره به یو ځل بیا، خو دا ځل په پوره ځواک سره د صادراتو او واردتو لپاره ارزانه لار پیدا شي.
• د ټاپي په عملي کیدو سره به یو شمیر نورې پروژې د کاسه، ټاپي او نورې پروژې هم عملي شي.
• د افغانستان له پاره به په نړیواله کچه د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي.
• له سویلي اسیا سره د اقتصادي اړیکو پراختیا.
• د ترهګریزو عملونو د کچې راکمول.
• د هیواد په امنیت کې مثبته ونډه.
• په افغانستان کې به متوازن انکشاف رامنځته کېدل.
• د وريښمو د لار دوه دهلیزونه چې يوه یې په مرکزي اسیا او بل یې په سویلي اسیا کې تيريږي د افغانستان له لارې لپاره ښه پیل کیدای شي .
3. د پاکستان له پاره
• زرګونه خلکو ته کار پیدا کول.
• افغانستان 5000 میګا واټه د انرژې له کمښت سره مخ ده او د ټاپي له عهملي کیدو سره به دا ستونزه حل شي.
• د پاکستان اقتصادي اړیکې به د مرکزې اسیا له هیوادونو سره پراخې شي.
4. د هندوستان له پاره
• هندوستان هم د انرژې د سرچینو له کمښت سره مخ دی، او ددې پروژې په عملي کيدو سره به د هغوی هم دا ستونزه حل شي.
• له مرکزي اسیا سره د اقتصادي اړیکو پراختیا.
• دغه راز له پاکستان څخه د افغانستان له لارې د صادارتو او وارداتو لپاره تر ټولو ارزانه لار رامنځته کیدل.
ستونزې
1) سیمه اییزې سیالي د روسیې ،امریکا او چین ترمنځ په دې پروژه کې ګډ هیوادونه بیا په یو نه یو ډول له دې نړیوالو قوتونو څخه اغیز من دي .
2) په نورو برخو کې په ترکمنستان کې ستونزې نشته، خو په افغانستان کې د مدیریت ستونزې موجودې دي، ځکه د افغان ګازو کمپنۍ دا ظرفیت نه لري چې دومره لویه پروژه په سم ډول مدیریت کړ .
3) د مالي سرچینو پیدا کول هم یوه ستونزه ده.
4) ایران نه غواړي چې دا پروژه د افغانستان له لارې عملي شي ځکه ایران غوښتل چې دا پروژه د ایران له لارې تیره شي خو له نیکه مرغه افغانستان وګټله .
5) پاکستان هم په دې برخه کې زړه نا زړه دی.
پورتنۍ ستونزې په لاندې ډول حلیږي...
په دې پروژه کې سیمه اییزې سیالۍ د حل وړ دي، ځکه په وړاندې یې ډېره بدبیني نشته.
ځکه امریکا غواړي چې د مرکزې اسیا هیوادونه له روسیې څخه بیل ،روسیې تر اوسه په دې اړه کومه انديښنه نه ده څرګنده کړې. واردمخه د مرکزي اسیا هیوادونو څخه افغانستان بريښنا وارد کړی ده په دې اړه روسیې کوم عکس المعل نه دی ښودلی .په همدې ډول چین له اقتصادي پلوه ستونزه نه لري او په دې اړه باید یوه اجماع وکړي..
د مالي سرچینو په اړه یاد هیوادونه کولای شي چې له لاندې بانکونو او هیوادونو مرسته وغواړي:
• نړیوال بانک
• اسلامي پراختیايي بانک
• اسیا پراختیايي بانک
• د اسیا بنسټیزو پروژو د تمویل بانک
• سعودي عربستان غواړي له ایران سره په سیالۍ کې مرسته وکړي .
• په همدې ډول یاد هیوادونه هم کولای شي تر یو اندازه مالي امکانات برابر کړي.
ایران په یو نه یو ډول غواړي د دې پروژې مخه ډب کړي، خو له نیکه مرغه د حکومت مخالفو ډلو هم د ددې پروژې له عملي کیدو څخه ملاټر کړی دی. د پاکستان په اړه باید وویل شي، چې اوسمهال له لویو اقتصادي ستوونزو سره مخامخ دی، حکومت مجبور دی چې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي کنه لرې نه ده، چې یو ځل بیا وویشل شي موږ او تاسو په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې لوی لاریونونه ولیدل، که څه هم موضوعات یې اقتصادي نه وو، خو ولس ترې په تنګ راغلی، بل خوا افغان حکومت ته هم په کار دی، چې د پاکستان په وړاندې د دې ډول پروژو د عملي کیدو پرمهال کې له نرمښت کار واخلي. د بلوڅو په اړه هم انديښنې شته خو د امریکا، افغانستان او هندوستان له لارې امکان لري چې د دې پروژې مخه ونه نیسي.
په ټوله کې ویلی شو، چې که ددې پروژې د عملي کیدو له پاره هڅې وشي د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې رغنده رول لوبولی شي .
په افغانستان کې ددې سترې اقتصادي پروژې د چارو پېل مبارکي وایم!
درنښت
محمد داود نیازی
کابل ،احمد شاه بابا مېنه
وروستي