
روهي (جمعه/د کب څلورمه)، د راپورونو په اساس د ارجنټاين په بونوس ایرس ښار کې د روسيې په سفارت کې ۳۸۹ کېلو ګرامه کوکائین موندل شوي
د يادو قاچاقي کوکائینو په تور شپږ کسان، چې په يوې قاچاقي ډلې پورې تړاو لري، د پوليسو له خوا نېول شوي چې په يادو کسانو کې درې تنه د ارجنټاين د ګمرک کارکونکي دي.
نېول شوې ډله د مخدره موادو يوه نړيواله ډله ده، چې يو سرګروپ په جرمني کې ژوند کوي او هلته د اڼټرپول پوليسو له خوا ورپسې پلټنې پيل شوې دي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۶ زیږديز کال کې هم، په ارجنټاين کې د پوليسو له خوا د کوکائینو د قاچاق په تور يو نړيوال باند نېول شوی وو.