افغانستان او سيمې لپاره د ټاپي (TAPI) پروژې ګټې

ټاپي؛ افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد نل ليکه ده چې پلي کېدل به يې هېواد او سيمې ته لاندې ګټې ولري:
۱ - د منطقوي همپالنې او د هېواد د روښانه راتلونکي پر لور نوى او ګټور ګام
 
۲- زرګونو هېوادوالو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د کاري فرصتونو برابرېدل
 
۳ - د ټرانزيټ او حق العبور له لارې د کال شاوخوا ۴۰۰ ميليونه ډالرو عوايدو ترلاسه کول
 
۴ - د دولت د ملي عوايدو لوړېدل
 
۵ - د بېوزلۍ او بېکارۍ نسبي کمېدل
 
۶ - هر کال د صفر عشاريه ۶ ميليارد متر مکعب ګازو څخه برخمن کېدل
 
۷ - د افغانستان د انرژي د اړتيا د يوې برخې پوره کېدل
 
۸ - شمال څخه سوېل ته د ګازو د نل ليکې پروژې ترڅنګ د برېښنا، ريل پټلۍ او نوري فايبر لېږدول او د نورو لويو او وړو اقتصادي پروژو پلي کېدل
 
۹ - د رېل کرښې د ملي شبکې په واسطه؛ منځنۍ، سويلي آسيا او اروپا سره د هرات، نيمروز، فراه، هلمند، کندهار او نورو ولايتونو نښلېدل
 
۱۰ - د سيمې هېوادونو سره د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتياوو رامنځ ته کېدل
 
۱۱ - داخلي او بهرنيو پانګوالو لپاره په افغانستان او سيمه کې د پانګې اچونې نوي او بېلابېل فرصتونه رامنځ ته کېدل
 
۱۲ - افغانستان د سيمې هېوادونو په څلور لارې بدلېدل
 
۱۳ - افغان کارګرو ته د عصري او مسلکي زده کړو د آسانتياوو برابرېدل
 
۱۴ - د سيمييزې همکارۍ لپاره د ګډ ليدلوري منځ ته راتلل
 
۱۵ - د دې پروژې له پلي کېدو سره سيمې او نړۍ ته د افغانستان د ستراتيژيک موقعيت ځليدا او ثابتېدل
 
۱۶- د سيمې هېوادونو او ملتونو سره د اړيکو نږديوالى، پياوړتيا او د ګډو اقتصادي ګټو تأمينول
 
۱۷- د ګران هېواد او سېمې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختګ، سولې او ټيکاو سره مرسته
 
۱۸- د افغانستان له لارې د منځنۍ او سوېلي آسيا د هېوادونو نښلېدل او د هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کېدل.
 
۱۹- په سيمه کې د کاروبار غوړېدا او سيمييزو مرستو لپاره د نويو هيلو راټوکېدل