هند: په واده کې د چاودنې له امله ۱۸ کسان وژل شوي

روهي (پنځه نۍ/ د کب درېيمه نېټه)، د سپوتنیک د خبر له مخې د هندوستان په راجستان ايالت کې د واده په مراسمو کې د ګاز ډبې چاودنه ګړي، چې اتلس کسان يې وژلي او اتلس نور يې ټپيان کړي دي.

د راپور له مخې، په هغه وادنۍ کې د واده مراسم تر سره کېدل د ګاز ډبې د چاودنې له امله ورانه شوي او يو شمېر کسان تر خارو لاندې شوي دي.

پېښه د روانې اونۍ په سر کې شوی، خو پوليسو درې ورځې وړاندې هم نهه کسان له خاورو راېستلي دي.

د پښې له وژل شويو پرته اتلس کسان ټپيان شوي، چې د پنځو کسانو ټپونه ژور ښودل شوي او دوه نور لا تر اوسه ورک دي.

د هند حکومت د پېښې له قربانيانو سره ماليي مرستې کړي او ټپيان په روغتونونو کې د بيړنۍ درملنې لاندې دي.