د يوې مړې ژبې يوازې درې ويونکي پاتې دي

روهي (پنخه نۍ/د کب درېيمه نېټه)، د بي بي سي د راپور له مخې په خيبر پښتونخوا سوات دره کې، د بديشي ژبې په نوم د يوې مورنۍ ژبې درې ويونکي ژوندي دي، دوی په دې بديشي ژبه خبرې کوي او له دوی پرته په نړۍ کې بل هېڅوک په دې ژبه نه پوهيږي.

بديشي ژبه په سوات کې يو وخت د ډېری خلکو ژبه وه، يو وخت پرې يو کلي او څو کورنو خبرې کولې، خو اوس يوازې درې سپين ږيري ويونکي لري.

دغه درې سپين ږيري د خپلې مورنۍ ژبې (بديشي) د له منځه تللو لامل په دې کې بولي، چې ويونکيو يې په نورو ژبو غږېدونکو ښځو سره وادونه وکړل او دغه ژبه له منځه لاړه.

په بديشي ژبه غږېدونکي درې ژوندي کسان سیدګل، رحیم ګل او علي شېر نوميږي، دوی په خپل منځ کې سره بديشي ژبه وايي، خو له دوی پرته پرې بل څوګ نه پوهيږي.

که چېرې دغه درې کسان مړه شي، نو بدشي ژبه به هم ورسره له منځه لاړه شي.