جرمني له روسیې او ایران غوښتي چې سوریه کې ټول وژنه بنده کړي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۳مه) جرمني له روسیې او ایران څخه غوښتنه کړې، چې د سوریې پر حکومت فشار راولي، څو د دمشق په څنډه غوطه کې ټول وژنه بنده کړي.
 
 
د سوریې هېواد د بشري حقونو د څار ډلې په خبره، په یاده سیمه کې په تیرو ۲ ورځو کې ۲۵۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
 
 
د جرمني هېواد د صدر اعضمې یو ویاند وايي، هغه څه چې اوس په سوریه کې روان دي د دې دواړو هېوادونو له ملاتړ پرته یې امکان نه و.
 
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلې، د فبروري له څلورمې نېټې راهېسې د دمشق په غوطه سیمه کې ۳۴۶ کسان وژل شوي دي.