د طالبانو معنوي پلار د بې هوښۍ په حالت کې په روغتون کې بستر دی

روهي (پنځه نۍ/ د کب درېمه نېټه)، د سپوتنیک د خبر له مخې مولانا سميع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور دی، د سختې ناروغۍ له امله د بې هوښۍ په حالت کې په روغتون کې بستر دی.

د راپور په اساس، مولانا سيمع الحق د خبير پښتونخوا په نوشهره نومي روغتون بستر او د ډاکټرانو د درملنې لاندې دی. په خبر کې نه دي ويل شوي، چې مولانا سيمع الحق څه ناروغي لري.

مولانا سيمع الحق په طالب وسله والو د ډېر اغېز لرونکو کسانو له جملې څخه شمېرل کيږي او په همدې پار ورته د طالبانو د معنوي پلار خطاب کيږي.

سيمع الحق د طالب وسله والو په استازيتوب له پاکستان سره د سولې مذکرات هم پرمخ وړي او د افغان حکومت ځيني لوړپوړو چارواکو هم، له نوموړي سره په تېر کې ناستې درلودې، ترڅو افغان طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.