
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۳مه) د پاکستان لومړی وزیر ښاغلي خاقان عباسي لومړی ترکمنستان او بیا افغانستان ته راځي.
ویل شوي، چې نن په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې یوه برخه پرانیستل کېږي.
د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه مراسمو، کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، د هند د بهرنیو چارو وزیر او د ترکمنستان ولسمشر ګډون کوي.
د راپورنو له مخې، د پاکستان لومړی وزیر به له ترکمنستان څخه افغانستان ته راځي.
ښاغلی عباسي به هرات ولایت کې هم له افغان ولسمشر سره یو ځای د ټاپي د یوې برخې په پرانیسته کې ګډون کوي.
بل خوا خاقان عباسي به په دې سفر کې له افغان او ترکمنستاني ولسمشر سره هم د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کوي.