
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۳مه) روسیې په ځلونو له ناټو او امریکا غوښتني ترڅو په افغانستان کې د نامعلومو الوتکو په اړه د وضاحت وکړي.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي په افغانستان کې ځینې ناپېژانده الوتکې د وسله والو تر نفوذ لاندې سیمو کې پروازونه کوي.
د هغه په خبره، داسې راپورنه شته چې وسله والو ته مهمات او کسان لېږدوي.
لاروف ویلي، څو ځله یې له امریکا او ناټو غوښتي چې ددغو مشکوکو الوتکو په اړه وضاحت ورکړي خو لا هېچا معلومات نه دي ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د څو ولایتونو مسوولین هم په دې باور شوي، چې د ولایتونو په ځينو برخو کې یې ناپېژانده الوتکې تګ راتګ کوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په وینا، په افغانستان کې روان وضعیت روسیې ته د جدي اندېښنې وړ دی.
هغه د داعش ډلې او امریکا ترمنځ په همکارۍ سخت شک لري.