
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲مه) په پاکستان کې سترې محکمې نن پرېکړه کړې، چې نور نواز شریف په دغه هېواد کې د مسلم لیګ ګوند مشري نه شي کولی.
د پاکستان سترې محکمې ویلي، چې ښآغلی نواز شریف په فساد کې ښکېل و.
د دغه هېواد سترې محکمې له پرېکړې سره سم، ښاغلی شریف د ګوند له مشرۍ لرې کېږي.
هغه د پاکستان مخکینی لومړی وزیر و او شپږ میاشتې وړاندې د فساد د تورونو له امله له دندې ګوښه کړل شو.