نژاد: هېواد روان دوضعیت د اندېښنې وړ دی، له وخت مخکې ټاکنې دې وشي

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، کب ۲مه) د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد مذهبي مشر آیت الله خامنه ته د اصلاحاتو لپاره، لیک لیږلی دی.
 
په دغه استول شوي لیک کې ښاغلي نژاند اندیښنه ښودلې، چې د هېواد اقتصادي او سیاسي حالت د ډاډ وړ نه دی.
 
نوموړي د ایران له مذهبي مشر غوښتنه کړې، چې د قضایه قوې اوسنی مشر لاریجاني دې له دندې لرې کړل شي.
 
په دغه لیک کې راغلي، د وروستیو اعتراضونو په ګډون په بېلو نومونو، چې څومره کسان نیول شوي بېرته دې آزاد کړل شي.
 
د ایران مخکینی ولسمشر ویلي، په هېواد کې دې له وخت مخکې ټاکنو ته زمینه برابره شي.
 
 
هغه زیاته کړې، په دغه ټاکنو کې دې پوځ او (نګهبان) شورا مداخله نه کوي.