
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲مه) ویل شوي، چې امريکا د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په لېست کې له شاملولو وړاندې پاکستان ته ۳ مياشتې وخت ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف ویلي، د اېف ای ټي اېف ادارې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو لېست کې د پاکستان له شاملېدو وړاندې درې مياشتې وخت ورکړل شوی.
د راپورنو له مخې، دغه اداره د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر ضد مبارزه کوي او هغه هېوادونه چې توندلارو سره مالي مرستې کوي، په خپل لېست کې اچوي.
تر دې وړاندې پاکستان د دريو کلونو لپاره هم په همدې لېست کې پاتې شوی و.
امريکا غواړي، پاکستان يو ځل بيا د دې ادارې په لېست کې ځای کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني شنونکو څرګنده کړې، چې که د امريکا دغه اقدام بريالی هم شي، نه به د اسلام اباد پر پاليسۍ اغېز ولري او نه به افغانستان کې امريکا د خپلو موخو ترلاسه کولو کې بريالۍ کړي.