
صديقه زرمتی افغان
څرنګه چې د درې لسیزو په اوږدو کې په افغان ولس باندې د نه منلو ، نه هیریدلو یوه داسې سیاسي جګړه د هېواد د دوښمنانو له خوانه د خپلو ګټو په پام کې نېولو سره وتپل شوه، چې په نتیجه کې یې هېواد او هېوادوال له داسې یوسیاسي بحران سره لاس او ګریوان کړل، چې د جګړې په اخیر کې اوس افغان سیاست پوهانو هم په خپل سیاست کې ماتې وخوړله او د دغې ماتې په نتیجه کې یې هرافغان ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، چې دغه جګړه د لومړي ځل لپاره له خپله د افغان مشرانو له خوانه د بحرنیانو په لمسون او اشارې سره په افغانستان کې را منځ ته شوه.
البته افغان دښمنانو په دغه جګړه کې ډېرڅه ترلاسه کړل، چې د دغو لاسته راوړنو په پایله کې یې زموږ هېواد د تباهې په لور ترنن ورځې پورې روان کړی ده، خو ولې افغان جګړه مارانو خپل بادارن د تل لپاره خوشحاله وساتل خیرده که هېوادوال ووژل شول، بې زده کړې پاتې شول، کورونه یې په کنډوالو بدل شول اوخاورې په سرشول خو د دوي په وینا سره، چې د دوي بادران خوشحاله شوي وي هغه باداران چې اوس هم دوي تربیه کوي او نه یې پرېږدي، چې هېواد او هېوادوال د ابادې په لور ګامونه واخلي.
ځکه د دغې خونړې جګړې په نتیجه کې د هېواد په د ننه کې جګړه مارو ډلو د وطن د د ښمنانو په لمسون سره وکولای شول، چې په دا درې لسیزو کې یې ډېری ځوانان له زده کړې نه بې برخې کړل او د زده کړې ځایونه یې ورته وسوزول او لا سوزول کېږي او دې ته یې اړ ایستل، چې کډوال شي او په پردیو هېوادونو کې د کډوالې او بې عزتې شپې او ورځې تېرې کړي او دغې جګړې نورداسې څه راوزیږول،چې د افغانستان سرلوړی تاریخ ،اقتصاد،فرهنګ او ملي شتمنې ته یې داسې یوه ضربه ورکړه چې ترنن ورځې پورې ورته ټول هېوادوال ګوته په غاښ دي.
دا چې د تل لپاره په هېواد کې لوړې چوکۍ د داسې بې کفایته او نه افغانانو په لاس ورغلي ،چې نه ورسره د هېواد غم شته او نه هم د هېوادوالو ځکه له یوې خوایې هېواد د تباهې سره مخ کړیده او له بلې خوایې هېوادوال د مرګ په هډه ودرولي او خپل ملي تاریخ یې د اور د لمبو ښکار کړو.
په اوسني وخت کې په افغان حکومت کې په لوړو چوکیو داسې کسانو خپلې منګولې لګولي چې له سره د هغوی سره د هېواد د جوړولو کوم قوی پلان نشته او نه به انشالله که دا حال د دوي وي نه به راپیدا شي، چې څرنګه دغه مظلوم ولس نور له وینو توېولونه خلاص کړو چې د خلاصېدو په نتیجه کې د هېوادوالو ژوند هم مخ په ښه کېدو شي لکه څنګه چې زموږ مشرانو خپلې سرمایې نن ورځ د اسمان څوکو ته وخیژولې او چېرته چې موږ د کابل په ښکلي ښار کې ښایسته اودنګې ماڼې ګورو په ټولو د وزیرصایبانو او د اسلام د ټیکه دارانو نومونه لیکل شوي دي .
ترڅو به افغان ولس له داسې ستونزو او وژنو سره لاس او ګریوان وي که جګړه وه ، ورور وژنه او یاهم د ژبې تعصب وو خو همدومره بس ده ،چې وموکړو په هېڅ یوې افغان میرمنې کې مو د پت او عزت ځای پرېنښودو، چې موږ ووایو افغان مشران ډېر د عزت خلک دي، هېواد مو له داسې یوه حالات سره لاس او ګرېوان کړیده او خلک مود غم په ټغر لاس ترزنې کینولي چې اوس یې درنه د حل لاره ورکه ده، چې څرنګه دغه هېواد اداره کړو او د خلکو وژلو شوو اولادونو په بدل کې اوس څه ځواب ورکړو.
اصلي خبره داده دا کومه اداره ،چې نن ورځ د هېوادوالو په سر باندې لوبې کوي او د تل لپاره یې د مظلومو هېوادوالو سرونه په بازار کې د خپلو اهدافو لپاره په بیه کې اچولي دي که دوي نور غواړي چې خپلې پښې په دغه پاکه خاوره کې ټینګې کړي نو له ملت سره دې له جفا کولو نه نورلاس واخلي ځکه دغه ولس هم یو څه له دغه ړانده ،کاڼه او ګوډ حکومت نه غواړي که هغه د دوي د ژوند خوندي کول دي، د دوي د پت او ناموس خبره ده او که نور ضروري کارونه دي باید حکومت ورته نوره پوره پاملرنه وکړي.
زه د یوې پښتنې او د هېواد د بجي په صفت سره خپلو لیډرانو ته دا وایم ،چې د خلکو دغوښتنوسره سم اوس باید زموږ مشران نور په دې وتوانیږي چې په یوه قوي ستراتیژي او قوي پلان کار وکړي، او د پلان په نتیجه کې دا خپل ملي پولیس او ملي اوردو پیاوړې کړي او هغه ډلې چې نن ورځ له موجوده ادارې نه خفه دي له ځان سره د یوه میز ترڅنګ کینوي اوپه موجوده اداره کې دوي ته هم برخه ورکړل شي، ترڅو موږ وکولای شو د هېواد امنیت په خپله ونیسو نه د نړېوالو ځواکونو په بی مانا لافو او لوړو مصارفو سره چې نن ورځ یې دوي په افغانستان کې ترسره کوي.
دا چې په هېواد کې هره ورځ ستونزې زیاتیږي دا یو څرګنده خبره ده ،چې حکومت د تل لپاره له ملت نه لرې پاتې شوی.هغه په دې مانا سره کومې غوښتنې چې د هېوادوالو وې او افغان حکومت ورسره هم ژمنې کړې وې هغه د تاریخ په اوږدو کې دوي پوره نه کړای شوې ملت یې د تل لپاره په دروغجنو وعدو وغولولوکه هغه د بیا رغونې کارونه وو او که د زده کوونکو له لپاره د زده کړې زمینه برابرول ، کار اهل کار ته سپارل ، او یا د دوي د ژوند خوندي کول وو خو متاسفانه چې دغسې معاملې زموږ چارواکو و نکړې.
نو اوس افغان حکومت او لوړپوړو چارواکو ته په کار ده، چې په پوره افغانیت او په هېوادنې مینې سره دغې غم لړلې پیښې ته نورد پای ټکی کېدي او خپل هېواد یوځل بیا اباد او سمسورکړي.