روسیې په پېښور کې کونسلګري پرانېستې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲مه) روسيې په سیمه کې د امریکا پراختیا پر ضدد د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې کونسلګري پرانېستله.
 
د پرانېستې په مراسمو کې اسلام اباد کې د دغه هېواد سفیر یواریویچ دیدوف ګډون کړی و.
 
هغه په دغه غونډه کې وویل، چې د روسيې او پاکستان د ډېپلوماتیکو اړیکو اویا کاله پوره کېدونکي دي.
 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف په بلنه په یوه څلور ورځي سفر مسکو ته تللی دی.
 
د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ترینګلې شوي دي. روسيې له موقع نه په ګټې اخیستو ځان پاکستان ته نږدې کړی دی.
 
 روسیه داسې څرګندوي چې په افغانستان کې د داعش تر شا د امریکا لاس دی چې په واسطه يې غواړي منځنۍ اسیا او روسیه نارامه کړي.
 
 
بل خوا د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي په ځلونو په افغانستان کې د ناپېژاندو چورلکو له لوري د مخ پټو وسله والو کسانو په اړه اندېښنې څرګندې کړي خو امریکا يې ځواب نه دی ویلی.