
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، کب دویمه) د ملګرو ملتونو ویاندوی اسټفان دوجریک په سوریه کې د ترکیې پوځي علمیاتو پای ته رسیدوغوښتنه کړې ده.
د اسپوتنیک راپور له مخې، د ملګرو ملتونو ویاندوی اسټفان دوجریک له ترکیې وغوښتل ترڅو د عفرین په ښار کې خپل پوځی عملیات پای ته ورسوي.
اسټفان دوجریک: " دغه عملیات باید پای ته ورسوي. ويې نه غزوي..."
له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی و، چې د ترکیې پوځي ځواکونه اراده لري ترڅو په څو راتلونکو ورځو کې د عفرین ښار ونیسي.
د یادولو وړ ده، د ترکیې لوی درستیز په ۲۰م د جنوري اعلان کړی و، چې " زیتون شاخ" عملیات کردانو د سوریي په عفرین ښار کې پیل کړي دي.