
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲یمه) د پاکستان په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان کړی، چې په پاکستان کې د پښتنو د وژنو او ستونزو د مخنیوي پر لارو چارو د خبرو لپاره به د مارچ په درېمه نېټه په کوټه کې لویه غونډه جوړه کړي.
هغه زیاته کړې، د پښتنو خلاف روان جنګ دغه ستر ملت ته غمونه، خپګانونه او اوښکې راوړي دي.
منظور پښتین وروسته له دې په درسته سیمه کې نوم وګاټه چې په اسلام اباد کې یې د لس ورځو لپاره د احتجاجي پرلت په بریالیتوب لارښوونه وکړه.
هغه د پښتنو خلاف د روانو ظلمونو په وړاندې د ټولو پښتنو ډلو او ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړای شو.
نوموړي د سوات د خلکو لاریون له ترهګرو سره تړل ناروا هڅه وبلله او ویې ویل چې هرڅوک چې د خپلو حقونو دفاع کوي د ترهګر په نوم ځپل کېږي.
تیره ورځ هم د باجوړ زرګونو خلکو په کراچۍ کې د پښتنو پر سیستماتیکو وژنو اعتراض وکړ.