
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،کب لومړۍ) د سوریې دمشق ته نږدې د الغوطة الشرقیة په سیمه کې د هېواد د دولت په بمبار کې سلګونه عام وګړي وژل شوي دي.
د الجزیره ټلوېزون راپور له مخې، یواطې نن ورځ د بشارالاسد د رژیم د ځواکونو په بمبارۍ او راکټي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ کسان وژل شوي دي.
د راپورنو له مخې د یکشنبې له ورځې راهیسې، کله چې د سوریې رژیم ځواکونو پر یاده سیمه بمباري زیاته کړه، تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۸۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
دا سیمه د رژیم د مخالفو وسله والو، جیش الاسلام او تحریرالشام، په کنټرول کې ده او له ۲۰۱۳میلادي کال راهیسې د سوریې رژیم محاصره کړې ده.
د سوریې پوځ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې پر ختیځې غوطې هوايي بریدونه زیات کړي دي.
راتلونکې میاشت د سوریې د کورنۍ جګړې اووه کاله پوره کېدونکي دي.