
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب لمړۍ) د پاکستان لوی درستیز ښاغلي جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، جهاد دې ته نه وايي چې یو څوک بېګناه خلک ووژني، بلکې جهاد پر ځان کنټرول دی.
نوموړي په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د پاکستان نا امنۍ ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، هلته یو شمېر پېښې په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو له کبله کېږي.
ښاغلي باجوه په وینا، پاکستان یو مهال د سیلانیانو لهپاره ښه ځای و، مګر اوس د ترهګرۍ ښکار دی.
د هغه په وینا، په دې هېواد کې له تېرو ۱۳۰ بریدونو یوازې ۱۲۳ د افغانستان له خاورې شوي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز په خبره، خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو سره سم به په دواړو هېوادونو کې امنیتي وضعیت ښه شي.