د خوست وﻻيت د چارواکو د هلو ځلو په هکله يو رپوټ


د خوست والي راتلونكي پلانونه په ډاګه كړل
 
د خوست والي عبدالجبارنعيمي ديوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ كې د سېمه يېزه او نړيوالو رسنيو ژورنالستانو ته د تېرو لاسته راوړنو او همداشان د راتلونكيو پلانونو په اړه معلومات وركړل.
نعيمي يادې ناستې ته د خپلو ۴۷ورځو په جريان كې د خپلو لاسته راوړنواو كړنوپه اړوند تفصيلي معلومات وركړل .
ده وويل : (( كله هم چې زه ۴۷ورځې وړاندې خوست ته د والي په توګه راغلم ،نوزما سره د ولسي جرګې وكيلانو،ولايتي شوراغړيو،علمااكرامو،قومي مشرانو، شوراګانو مسوولينو،دمدني اوكولتوري ټولنومسوولينو،دشېخ زايدپوهنتون استادانو، دښوونځيوښوونكواو په ټوله كې دبېلابېلو قشرونواستازيوسره مې د ستړي مشۍ او ليدنوپه ترڅ كې د خوست په اړه په مختلفو موضوعاتو وغږېدم او همداشان دوى ټولو په يوه خوله له موږ وغوښتل چې لومړئ بايد په ادارو كې ژور بدلون راولې)) .
ځكه دوى ويل چې دلته اكثره ادارې د خلكو ستونزې نه هواروي ،رشوت او اختلاس ته لاره برابروي ،دخلكو ديوې ورځې كار بلې ته ځنډوي .اوهمداشان په خپلو ټاكليو وختونونو،نه ادارې ته ځي او نه بيا په اداره كې تر ټاكلي وخته پاتې كيږي.
هغه همدارنګه زياته کړه چې دوى له بيارغنيزو كارونو سخت شكايت كاوه، چې ودانۍ ، پلونه، پلچكونه، سړكونه بې كيفيته جوړيږي، چې زياتره يې د دوى په اند نړېدلي او يا د نړيدو په حال كې دي، دوى دا هم وايل چې پروژوې د خلكو د اړتيا پر بنسټ نه پلي كيږي او نه پلي شويدي .
همدرانګه هغوى د بيارغونې په برخه كې بېلابېلې غوښتنې درلودې او پدې يې هم ټينګار كاوه ، چې د ادارو تر منځ همغږي پيدا او پياوړي شي ، د ځمكو د غصب موضوع، په رهايشي سيمه كې د لوړپوړيزو ودانيو جوړول ، چې پرته له قانوني مراحلو طى كولو څخه يې جوړ وي، او همدا شان يادواستازيو په خوست كې د ناامنۍ څخه سرونه ټكول، دا هغه څه وو چې دوى يې داصلاحاتو په غوښتنه كې وو او دي .
خوست والي وويل : (( ما د دوى ټولې ستونزې ياداښت كړې. پس د دوى د ستونزو اوريدو او هوارېدو پر اساس مې لومړنۍ غونډه دورې په ۱۸ مه ،د عدليې، قضايې او امنيتي ارګانونو سره ترسره كړه ، له دوى مې په كلكه وغوښتل چې هره پرېكړه بايد د قوانيونو په رڼا كې او همدارنګه د اجتماعي عدالت په پام كې نيولو سره په صداقت او بې طرفۍ ترسره كړي.))
همداشان خوست والي نعيمي زياته كړه : (( همدارنګه مې د ستونزو مالومامولو او هوارې په موخه له اداري كمپليكس ، ملكي روغتون لپاره د نوى جوړيدونكي ودانيو اودولايت له اړونده يو شمېر ادارو او همداشان په ځاځي ميدان ولسوالۍ څخه ليدنه وكړه، چې دغه لړۍ به دوام لري، تر څو ستونزې ، نيمګړتياوې مالومې او د رفع كولو په منظور يې قدم واخلو. ))
هغه وويل چې په ادارو كې د چارو د سمون ، كاري اړيكو د پياوړتيا، په كارونو او اجراتو كې د شفافيت ، د ادارو تر منځ د همغږۍ پيدا كولو او پياوړتيا لپاره په فوق العاده جوړه شوي اداري جلسه كې هرې ادارې لپاره په ۲۹ مادو كې په بېلا بېلو برخو كې مواد وركړل چې هره اداره يې په تطبيق كې مكليفت لري.

نوموړي زياته کړه چې له ادارو څخه د ليدنې لړۍ په ترڅ كې په څو ورقو كې فورمې د اداري پلاوي په لاس رسماً هرې ادارې ته ورورسپارل شوې په هغو ورقويا فورمو كې به د هرې اداري مسوول دغه لاندې ټكي ليكي .
(( د ادارې تشكيل ، پي آر آر شوي مامورين ، او ودانۍ بڼه (دولتي يا كرائي) ، حاضري، جنسي دفتر او د واردي او صادرې كتابونو څخه ليدنه ، په رسمي چارو كې سليقه او نظافت ، د عمومي نرافت بڼه د اوبو ستونزه ، د برېښنا شتون يا نه شتون، د وسايلو او اجناسو موجودي، د اجناسو قيديت، موبل، فررينچر، مغروشات او دفتري وسايل ، د ناجراء مكاتبونو تعداد، د مصرباتو فرامنيو او حكمونو تطبيق او اجراات، د مراجعينو په اطاعت ، انكشافي بودجه ، د مكافاتو او مجازاتو سيسټم د جلساتو جوړول ، د مامورينو او اجراتو په خپل وخت د حقوقو تاويه كول، كاري پلان موجوديت ، د لايحو ، قوانينو موجوديØ
ª ، د جلساتو او اوامرو كتاب شتون او يانه شتون ، د مربوط رياست د سرسبري حالت ، امنيتي حالت او د امنيتي پوستې شتون د اسنادو او د حفاظت حالت( فهرست ، كارتن بندي او دوسيو ترتيب) د پيسو د ساتنې لپاره د سيف موجوديت، تحويل خونه يا ډېپو موجوديت ، د اجيرانو تعداد، دمامورنيو د فتري لوحې د رياست لوحه ، دشكايتود صندوق شتون ، د ۸۷ او ۸۸ كال پروژې، عادي او انكشافي بودجه ))
پدې جلسه كې مو ډېر مهم او ګټور موادتصويب كړل، او د وروسيتو اجراتو په خاطر مو مركز كابل ته وليږل .همدارنګه والي وويل: همداشان مو په خوست كې د هغو ودانيو لپاره با صلاحيته كمېسيونونه وټاكل چې خلكو ترې شكايتونه كول، تر څو ودانۍ له نېږدې وګوري او په اړه يې دشته ستونو له منځه وړلو كې اقدام وكړو، او ددې ترڅنګ مې د ځمكو پر سر د قومونو تر منځ د شخړو هواري په مؤخه هم د عدليې رييس تر مشرۍ لاندې با صلاحيته كمېسيون ټاكلى، چې ټولې قومي شخړو ته نوره اساسي حل لاره ولټوي تر څو دځمكو پر سر راپيدا شوې شخړي چې د قومونو تر منځ يې د نفاق او بدبختي تخم شيندلى پاى ومومې، كه د ګربزو او شمل قوم، منګلو او مقبلو تر منځ ، حيدرخېلو او ليوانخېلو او يا نورو ورته شخړې هواري شي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل: د ثور په اوومه ۷ مه نېټه د ولس له استازيو (دولايتي شورا سره )رسمي جلسه وكړه .
پدې جلسه كې مو ډېر مهم او ګټور موادتصويب كړل، او د وروسيتو اجراتو په خاطر مو مركز كابل ته وليږل ، ده زياته كړه ، د خوست د شېخ زايد پوهنتون څخه مې له نېږدي ليدنه او كتنه او تر څنګه مې د طب پوهنځي څخه د محصلينو د فراغت په وياړ جوړ شوي پروګرام كې ګډون وكړ د استادانو او مشرتابه سره مې د پوهنتون د ستونزو او لاسته راوړنو په برخه كې ځانګړي رسمي غونډې وكړي.
همداشان په كارونو كې د چټكتيا په موخه او همدارنګه د ولسونو زياتو سرګردانيو ته د پاى ټكى ايښودلو په موخه ، د ولسونو د ډېرو منډو ترړو د كمېدو په موخه ډ پاسپورټ ، ليسنس او جزائي عرايضو باندې د احكام ليكلو صلاحيت ما رسماً امنيه قوماندانۍ ته انتقال كړ اوس خلك د انتظار او زياتو سرګردانيو خلاص شوي په قوماندانۍ كې په يوځاى كار مخ ته وړي.
په ادارو كې له خپلو دندو ناوړه ګټه اخېسته رشوت او اختلاس هغه څه وو چې ما مخكې ويلې وو، او دا مې خلكو سره ژمنه او تعهد كړى وو چې كه هر څوك پدې ناوړه پديده كې كاكړ او ښكېل وليدل شول نو د قانون منګولو ته به يې حتماً سپارم نو نن هغه ژمنې ته په پام او خپلې كاري كړن لارې ته په پام تاسو ته د دووتنو هغو كسانو نومونه ښودل غواړم چې موږ رسماً د قانون منګولو ته وسپارل .
د خوست ولايت د زراعت رياست ، د املاكو مدير انيجينر سهيل چې د دولتي امكاناتو څخه په ناوړه ګټه اخېسته تورن ؤ او د ولتي املاك يې د جغل كارې له لارې په يو شمېر خلكو خرڅول نن د قانون منګولو ته وسپارل شو.
همدغسې د امنيه قومانداني يو افسر چې جنت ګل نوميږي په ده تور ؤ چې ده په يوه ناوړه جنايي او اخلاقي كېس كې لاس درلود، نونن دې هم د قانون پنجو ته حواله شو كه په نوموړيوتورنو كسانو تورونه دقيق ثابت شول نو حتماً د قانون په رڼا كې په سخته جزا رسيږي.
همداشان خوست والي په ادارو كې د مكافاتو او مجازاتو سېستم څخه يادونه وكړه او ويې ويل كله مې چې له ادارو ليدنه كوله نو لومړې ليدنه دكارټوليزو ، شهيدانو او معيوبينو رياست څخه وشوه، په نوموړي رياست كې د بشري قوا مدير والي محمد ډير ښه ، په خپل وخت ، اصولي او منظم او كامياب كار كاوه او كړى يې وو نو په همدې خاطر لكه مخكې مې يادونه وكړه په هره اداره كې به مكافات او مجازاتو سېسټم رواجوم ،نو له دې ځايه مې شروع كړ نوموړى مدير مو په نغدې جايزه سربېره پر سيتانيك او تقدير نامه ووياړه. نو ويلي شم چې په ادارو كې مې د مكافاتو او مجازاتو لړۍ پيل كړي تر څو يو د بل څخه
عبرت واخلي او هغه كسان كه ناكام ، پاتې وو نو مجازات به شي.
همداشان خوست والي د امنيت په برخه كې وويل : (( موږ د امنيتي ارګانونو سره هره اونۍ جلسه لرو، چې پكې د ښې همغږۍ او ښه ډاډمن امنيت لپاره طرحي جوړوو، پلان جوړوو او هڅې كوو، چې پدې هكله قوي اقدامات نور هم واخلو. ))
خوست والي زياته كړه د يوې نيمي مياشتي په جريان كې زموږ ملي اردو، ملي او سرحدي پوليس، ملي امنيت، او همدغسې د ايتلاف قواوې ټولې ښې لاسته راوړنې لري، د مركز او ولسواليو په كچه د ښه امنيت په خاطر نورې هلې ځلې هم كوو، او پدې هكله په راتلونكي كې د ښې طرحې او پلان سره د ولايت په كچه كار كوو. چې تاسو به يې په نېږدې راتلونكي كې مثبت تغيرات وويني.
همداشان خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د خپلو راتلوونكو پلانونوپه اړه وويل :(( پلان لرم ، چې زموږ ادارې پياوړي شي ، د كار وړتيا پكې پيداشي زموږ ادارې هم په مركز او هم په لسواليو كې خپل كاري پلان ولري، او وركول شوې دندې په خپل وخت سر ته ورسوي، په ادارو كې دښه شفافيت، د فساد، بې ځايه ځورونو مخه ونيول شي، هغه نيمګړي پروژې چې په دې ولايت كې پاتي دي، كه په هره اداره پورې اړوند وي بايد نيمګړتيا وې لېرې او پروژه تكميل شي. ))
كومې شخړې چې د قومونو تر منځ دي، د ځمكو پر سر چې راپورته شويدي، د جرګو مركو او د قانون په چوكاټ كې دننه د حل لاره پيدا كړو ، تر څو زموږ ولسونه او قومونه په ترقۍ او خوشالۍ كې ژوند تر سره كړي.
په راتلونكي كې موږ پلان لرو، چې ټول فرامين او مسؤبې چې له مركزه راغلي يا د ولايت په كچه شوى وي ، هغه فيصلي او پرېكړې ټولې عملي شي ، او بېرته د خپلو اجراتو راپور موږ ته راكول شي ، تر څو فيصلي ، فرامين او احكام د كاغذ پر مخ پاتې نه شي .
د خوست ولايت په كچه زموږ هڅه او تلاش دا دى ، چې دا ولايت له دريمې درجې نه دويمې درجي ته پورته كړو.
كوښښ مو دا دى چې د ولايت په كچه د برېښنا راوستلو لپاره داسې لاره ولټوو چې دايمي وي، او دولايت په كچه ټول اوسيدونكي ترې ښه ګټه پورته كړي، او ترڅنګ يې د دې ظرفيت ولري چې فابريكي او كارخانې مخ ته په بريا سره بوځي.
د هوايي ډګر موضوع دلته ډېره مهمه ده ، چې موږ دلته يو ښه هوايي دګر ولرو.
د خوست ښار لپاره د پاكو اوبو سېسټم جوړكړو چې ښوونځي ،روغتونونه ،تجارتي ماركېټونه او ښاريان ترې ګټه واخلي .
دې ولايت په كچه د دولتي تاسيساتو تكميلولو پلان لرو چې كوم پاتې وي.همداشان
خوست والي ښاغلي نعيمي وويل : په خپل پلان كې د كدرونو د روزنو په موخه د شپي پوهنتون لپاره ځانګړي ځاى لرم، په ټولو امكاناتوبه هڅه كوو، كه كوم تخنيكي او نور مشكلات په مخه كې ونه لرو، د شپې پوهنتون به دلته جوړ كړو.او
همداشان له دې وروسته غواړم غټې پروژې دلته په كار ولويږي ، خو زموږ ولسونه بايد وخت ته انتظار وباسي ځكه دا هغه غټې پروژې دي چې په كم وخت كې نشي ترسره كيداى ،اوږد مهال پروژې دي، دا به داسې پروژې وي چې يو څو كسان به ترې ګټه نه پورته كوي، بلكې د دې ولايت ټول خلك به ترې اعظيمه استفاده كوي، نو دا زمينه موږ او ولس په ګډه بايد ورته مساعده كړو، چې په وخت سره د غټو او بنسټيزو پروژوڅخه برخمن شو.
دبيان ازادې چې موږ يې همېش په ژبه ګرځوو ، نو موږ مكلف يو ، چې له بيان ازادۍ ناوړه ګټه پورته نه كړو او له دغه نومه په ګټې اخېستنې د چا سپكاوى ، توهين او تخريب ونه كوو.همداشان ده وويل هر څوك حق لري بيان د ازادۍ په چوكاټ كې ، سالم او مستند انتقاد وكوي، د ده په خبره سالمه نېوكه سالمه اصلاح منځ ته راولي.خوست والي زياته كړه موږاو تاسو ټول مكلفيت او دنده لرو،ترڅو ملي يوالي ،د نظام پياوړتيا او د خپل ولس د سوكالۍ او عزت په سرلوړۍ كې فعاله او رغنده ونډه واخلو .
همداشان خوست والي مطبوعاتي ناسته كې د ولسي جرګې په نوماندو غږوكړ چې لكه څه ډول په ولسي جرګه كې دخپلو ولسونوعزت ،سرلوړۍ ،او ملي ګټو په موخه سوګندكوي نو زما له ټولو نوماندو كسانوڅخه هيله داده چې نوموړي موضوګانې سر له نوماندۍ رعايت او په ځانونوكې عملي كړي او د بيان له آزادۍ څخه په ناوړه ګټه اخېستنه يو دبل توهين او سپكاوى ونه كړي .
وروسته خبريالانو په خپل وارسره پوښتنې وكړې چې خوست والي ښاغلي نعيمي له خوا په ورين تندي ځواب او د ژورنالستانو د پام او قناعت وړ وګرځېدې.
همداشان خبريالانو په دې خواښي څرګنده كړه چې خوست والي يې د مطبوعاتي ناستې ترڅنګ له څوكالونووروسته د دوستۍ او د خبريالانوسره د خپلې مينې د درلودلو له مخې درانه مېلماپالنه وكړه.
ديادولو وړ ده ،چې خوست والي ښاغلى عبدالجبارنعيمي د نن څخه ۴۷ورځې وړاندې خوست ولايت ته د والي په توګه راغلى دى