
سعودي عربستان، په اسلامي نړۍ کې له ځانګړي ځای او اهمیت څخه برخمن د همدې لپاره پر اسلامي هېوادونو يي اغیز د پام وړ دی او د نړۍ مسلمانانو ته تر ټولو سپېڅلی آدرس دی. دا چې په افغانستان کې د روانې جګړې یو اړخ مذهبي دی نو په همدې دلیل د افغانستان په سوله کې د اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه د سعودي عربستان همکاري د پام وړ ده.
افغان حکومت وروسته تر دې چې له نړیوالو هېوادونو سره يي د اړیکو ټینګښت ته د لومړیتوب کرښې وکښلې او دا يي پر پنځو کړیو تقسیم کړې له هر یوه هېواد سره يي د افغانستان د عیني غوښتنو او لومړیتوبونو پر اساس ګامونه پورته کړل. د افغانستان په بهرني سیاست کې چې پاکستان او د افغانستان نور ګاونډیان په لومړۍ کې ځای لري، د حکومت سیاسي تعاملاتو تر اوسه ظاهرا ښه نتیجه ورکړې او پاکستان د افغانستان پر وړاندې مات هېواد ګڼل کیږي.
پاکستان چې له کلونو راهیسې د افغانستان په بدختیو کې مستقیم یا غیر مستقیم لاس لري د افغان حکومت د مدبرانه سیاست په پایله کې اوس تر سختو نړیوالو فشارونو، په ځانګړې توګه د امریکامتحدو ایالتونو تر نیوکو لاندې دی. سربېره پر دې پاکستان هر کله خپلې لارې پر افغان حکومت د فشار آلې په توګه کارولې او افغانستان به يي د خپلو غوښتونو منلو ته اړ ایستو. اوس افغانستان نورې بدیلې اقتصادي لارې موندلې چې افغانستان يي د تل لپاره پاکستان ته احتیاج څخه خلاص کړ.
یوه اساسي موضوع چې اوس هم د افغانستان ثبات ننګوي او هره ورځ قرباني ورکوي، هغه په پاکستان کې د اورپکو پټنځایونه او په افغانستان کې له جنګېدونکو اورپکو څخه د پاکستاني حکومت مستقیم ملاتړ دی.
سعودي عربستان له پاکستان سره او په دغه هېواد کې له میشتو مذهبي مشرانو سره چې د افغانستان د جګړې ریښه بلل کیږې نیږدې او ښې اړیکې لري، نو د همدې هدف په موخه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته سفر وکړ چې وکولای شي د پاکستان د فشار راوړلو لپاره د عربي شیخانو ملاتړ تر لاسه کړي.
سعودي عربستان ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېر اهمیت ځکه لري چې له یوې خوا پر پاکستان نړۍوال فشارونه ډېر شوي او له بلې خوا په افغانستان کې د جنګېدونکو اورپکو د کمزوري کولو لپاره نړۍیوالې او کورنۍ هڅې تر بل هر وخت اوس ډېرې شوې دي.
د راپورنو له مخې کوم چې راسنیو ته لیک شوي راغلي چې د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هېواد له امنیتي چارواکو سره کتلي، او دواړو لورو پر امنیتي همکاریو، د سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو پر بهبود خبرې وکړې.
تمه کیږي؛ اتمر چې د افغانستان په بهرني او کورني سیاست کې برخلیک ټاکونکې څېره ده وکولای شي له خپلي سیاسي ځېرکتیا څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان د ثبات لپاره د اسلامي نړۍ په سر کې د سعودي عربستان هر اړخیزه همکاري تر لاسه کړي او پر سخت دریځه وسله والو ډلو او د پاکستان پر حکومت د دغه هېواد له نغوذ څخه پوره ګټه پورته کړي.