امیر عبدالرحمن نشته

واېې : تاریخ تکراریږي ، تاریخ پر چا رحم نه کوي ، تاریخ سترګې نه لري ، تاریخ پر خلکو ملنډې وهي او داسې نور د تاریخ په اړه .
خبره عجیبه ده دا يوه پیړۍ کېږي ، چې په افغانستان کې تاریخ تکراریږي او همدا پښتانه ېې بیا دخپلو بې غورو مشرانو دبې کفایتې او ډار له کبله بیه ورکوي .
خبره به ډېره نه شاربم دارګمشر حامد خان په 9 کلنه واکمنۍ !! کې له پښتنو پرته نور هر څوک په اقتصادي ، تعلیمي ، فرهنګي او نور ... د همدې ارګمشر په مستقیمه لارښونه ښه وپړسول شول لامل ېې معلوم دی ،چې دده د واکمنۍ دا زرینه دوره نور هم وغځول شي .
عجیبه تصادف دی رښتیا هم تاریخ پر پښتنو او کوچیانو ملنډې وهي خبره دارګمشر او امیر عبدالرحمن د واکمنیو دپرتلې ده .
دارواښاد امیر عبدالرحمن په دربار کې درحیمي په نوم کوم منشي هم دنده درلوده دامهال نو انګریزان دکويټې تر پولو رانږدې شوې و دامیر وضعیت ېې ور خرابه او کاواکه کړ امیر ،چې د ارګمشر برعکس ېې ښه نظامي تجربه درلوده وپوهیده ،چې له انګریزانو او هزاره ګانو سره یو ځای نه شم جنګیدې نو دخپل دربار منشي رحیمي ېې هزاره ګانو ته ورواستوه ،چې تاسې یو څه صبر وکړې زغم وکوې زه له انګریزانو وزګار شم بیا به سره خبرې کوو او ستاسې غوښتنې به ومنم .
رحيمي ،چې کله هزاره ګانو ته ورغې ورته ېې وویل : هزاره ګانو همدا مو وخت دی امیر ورخطا دی ژر کوې امتیازات وغواړې او خپل غوښتنې نورې هم چاغې کړې کنه بیا مو وروسته یوه خبره هم نه منل کیږي .
امیر ،چې هر څومره ټینګار کاوه هزاره ګانو به دامتیاز خبره کوله .
پر امیر عبدالرحمن الله دې په ګور کې  ورحمیږي اړ شو ،چې له انګریزانو سره په هر هنر  ،چې و شپږ میاشتې اوربند وکړ او ځان ېې هزاره ګانو ته وزګار کړ لومړی ېې دخپل کور له شره ځان وژغوره .
اوس ،چې ګورو هماغه شرایط دي ،چې افغانستان له کورنيو او بهرنیو ستونزو سره مخ دی کریم خلیلي ،چې دحکومت دویم مرستیال دی په بهسودو کې د هزاره ګانو په استازیتوب خبرې کوي ته وا ، چې کوچیان بدمرغه له مریخه راښکته شوې دي او همدې ارګمشر په زرینه او طلايي دوره کې ورته دا څړ ځایونه ډالۍ شوې دي . ارګمشر ، چې دملي مشارکت چیغې ېې وهلې دا ېې پایله شوه مرستیالان او وزیران ېې هر یو دخپل توکم په غم کې دی اودا ، چې دپښتنو په پچه رسیدلې د پښتنو دژغورنې وس او احساس نه لري همده ټول په طالبانو اوامریکایانو وځپل په لوی لاس ېې منظم پښتون حرکت وځپه او نه ېې ورته دا زمینه برابره کړه ،چې وده وکړي زما له انده ارګمشر دپښتنو په ځپنه کې نږدې 70% ونډه لري ، خو تاریخ ډېر بې سترګو دی نه زړه لري او نه دچا په کېسه کې دی او دافغانستان تاریخ خو په یوویشتمه پیړۍ کې هم غوږ لري او هم سترګې موږ هر څه ولیدل ،چې پر کوچیانو او پښتنو څه کیږي . نو پایله دا شوه ،چې په
په ارګ کې رحیمي ، خلیلي ، په ولسي جرګه کې محقق شته ، خو په افغانستان کې امیر عبدالرحمن نشته .