
(۱۳۹۶لمریز،کب لومړۍ) د ترکيې ولسمشرښاغلي رجب اردغان ګواښ کړی، که د سوریې رژیم د کردي ډلو ملاتړ وکړنو له سختو نیوکو سره به مخ شي.
نوموړي دا څرګندونې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په ټيلیفوني اړيکه کې کړې دي.
اردغان ویلي، د "غصن الزيتون" عمليات لکه څنګه چې پلان شوي وو، همغسې روان دي.
د ترکیې ولسمشر د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره هم ټيلیفوني خبرې کړي او ټينګار يې کړی چې د ترهګرۍ پر ضد بايد په ګډه کار وشي.
څو ورځې وړاندې د سوريې رسمي اژانس ناسا خبر ورکړ چې د دې هېواد ځواکونه به يادې سيمې ته ننوځي، خو چارواکو دا خبره لا نه ده تاييد کړې.