
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۳۰مه) د راپورونو پر بنسټ، د پښتونخوا د سوات په خوازه خېله او مینګوره کي د پاکستاني امنيتي پوستو پرضد ولسي خلکو لاریون کړی.
دغو لاریونو والو په سیمه کې د پوستو له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
ویل شوي، چې دغه پوستې چي د پاکستاني پوځ لخوا د پښتنو د ځوروني لپاره جوړې شوې دي.
د لاریونوالو په خبره، له تېرو لسو کلونو راهیسې د پاکستان امنيتي ارګانونه نه یوازې پر پوستو بلکې د کورونو پر تالاشیو کې هم پښتانه ځورولي، چې نور دا حالت د زعملو وړ نه دی.
د لاريون کونکو يو ګډونوال او سياسي فعال غیرت یوسفزی ویلي، که څه هم د سوات پښتانه له ډېره وخته د پاکستاني امنيتي ځواکونو له چلند څخه ناراضه وو، خو په دې وروستیو کي دوو پېښو دغه خواشيني نوره هم وپاروله.
هغه زیاته کړې:
" لومړۍ پېښه لس ورځې وړاندې د بانډۍ پر پوستې د یوه ماشوم مړینه وه، چي روغتون ته پر لاره يې د تالاشۍ لپاره درولی و، چې هملته يې ژوند له لاسه ورکړ. دوهمه پېښه په کبل پوستې کي د یوې مېرمنې وه، چې تالاشۍ ته په ولاړ موټر کي یې ماشوم وزېږاوه."