د روسيې ولسمشريزو ټاکنو لپاره يوې مسلمانې ميرمنې خپله نوماندي اعلان کړه

روهي (دوه نۍ/۳۰ د سلواغې)، د روسيې په داغستان ايالت کې د اینا ګامزاتووا په نوم مسلمانې مېرمنې چې د داغستان ايالت د اسلامي روحانيت ادارې مشاوره ده، د روسيې د ۲۰۱۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې خپله نوماندي اعلان کړه.

د راپورنو په اساس، چې اغلې آینا ګامزاتووا په رسمي دول د روسيې د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو د نوماندۍ په موخه نوم لېکنه وکړه او له والدمېر پوتين سره به سيالۍ ته ودريږي.

د روسيې په تاريخ د لومړي ځل لپاره، يوه مسلمانه مېرمن د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلانوي او له مخکښو نورو نوماندانو سره ټاکنيزه سيالي کوي.

اغلي اینا ګامزاتووا، په روسيه کې د فعالو او سياسي مېرمنو له ډلې څخه ده، چې په داغستان او د روسيې په يو شمېر نورو ايالتونو کې ملاتړي او پلويان لري.