د اسرائيلو د دفاع وزير د ترور هڅه

روهي (دوه نۍ/۳۰ د سلواغې)، اسرائيلي مقاوماتو خبر ورکړی، چې يوې فلسطينۍ ډلې هڅه کولو ترڅو د اسرائيلو د دفاع وزير اویګدور لیبرمن ترور کړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې کشف او نېول شوي دي.

داسرائيلي استخباراتو په وينا، چې دغه فلسطينۍ ډلې د اسرائيلو د دفاع وزير آویګدور لیبرمن د تګ په لاره کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې کشف او موندل شوي دي.

استخباراتي چارواکي ادعا کوي، چې فلسطينۍ ډلې د لومړۍ هڅې له ناکامېدو وروسته د لاسي بمونه په وسيله د ياد هېواد د دفاع وزير د ترور هڅه وکړه چې ناکام او نېول شول.

د دفاع وزير د ترور په تور، اسرائیلي استخباراتو ۶ فلسطنيان نېولي او زندان ته يې اچولي دي.

د مختلفو جرمونو په تور، په سلګونه فسلطينيان د اسرائيلو به زاندانو کې بنديان او يا هم په مرموز ډول وژل شوي دي.