
روهي (دوه نۍ/۳۰ د سلواغې)، په لبنان کې د حزب الله ګوند مشر حسن نصرالله وايي، چې که د لبنان حکومت د دفاع عالي شورا په پوله کې د اسرائيلو نفتي تاسياست غېرې قانوني ثابت کړي، نو په ساعتونو کې به دغه تاسياست له منځ يوسم.
په ورستيو کې د لبنان او اسرائيلو ترمنځ په ګډه پوله کې د نفتي تاسيساتو پر سر ستونزې را پورته شوي دي، اسرائيل ادعا کوي، چې لبنان په غېرې قانوني ډول سره په ګډه سيمه کې د نفتو د يو ډګر د استخراج کارونه پيل کړي دي.
د لبنان او اسرائيلو يادې ستونزې په اړه، حسن نصرالله له حکومت غوښتنه کړي چې په دې اړه جدي اقدام وکړي او په کډه پوله د امريکا او اسرائيلو کړنو ته متوجې اوسي.
حزب الله په لبنان کې د اسرئيلو او امريکا د پالېسيو سره په ټکر کې لوی سياسي ګوند دی، چې تر ډېره په فلسطين کې د اسرائيلو د پوځي حضور پر وړاندې ودريږي.