غزل

نن راسره فکــــــــر د بدلــــــون راپيدا شـــــوی دی
ډېر ښه چې په مړي کې ژوندون راپيدا شوی دی
مــــــــوږ مسلمــــانان د ابوبکــــر فلسفه لـــــــــرو
نه يې منو بل کـــــــــــه اپلاتون راپيدا شوی دی
نه مني غرور خو د ولس د شملې دنګ غـــــــــرور
څوک لږ پخواني دي څوک پرون راپيدا شوی دی
کلـــــــــه چې دا خاـــوره ورکېدو ته رسېدلي ده
بيا پکې يو خړ غوندې پښتون راپيدا شوی دی
نور يې ګناهونه د وحشت تر بريد اوښتي دي
نور په دا ټولنه کې غبرـــګون راپيدا شوی دی
ډېر ښه يو ځل بيا جانانه ټينګې سترګې پټې کړه
بيا مې يوې سندرې ته مضمون راپيدا شوی دی
هېر يې کړه جلالـــــه د نړۍ دغــــه وحشي جانان
هسې يې څېره کې نن راښکون راپيدا شوی دی