هند او ايران د ۸۵ میلونو ډالرو په ارزښت، د چابهار بندر يو تړون لاسليک کړ

روهي (يوه نۍ/۲۹ د سلواغې)، هند ته د ايران د ولسمشر حسن روحاني د سفر په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د چابهار بندر په اړه د ۸۵ مېليونه ډالرو په ارزښت يو تړون تېره ورځ لاسليک شو.

د ياد تړون له مخې به، د ۱۸ مياشتو پورې د چابهار بندر ځينې برخي د هند په کنټرول کې وي.

د هند لومړي وزير ناريندرا مودي له خپل ايراني سيال روحاني سره د چابهار بندر په اهميت خبرې وکړې او دغه بندر يې، د هند لپاره د افغانستان او منځني اسيا د نښلولو طلايي دروازه ياده کړه.

د ايران ولسمشر روحاني، د هند او ايران په دوستانه اړيکو خبرې وکړې او د چابهار بندر په اړه يې د دواړو هېوادونو د نظر د يووالي په اړه خوښي څرګنده کړه.

چابهار بندر، د افغانستان، هند او ايران ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې - ورکړې له مهمو بندرونو څخه شمېرل کيږي.