په تهران کې د ۶۰ مسافرينو او ۶ عملې په شمول الوتکه لوېدلې ده

روهي (يوه نۍ/۲۹ د سلواغې)، د ايران رسنيو خبر ورکړی، چې نن ورځ يوه مسافري الوتکه له ۶۰ مسافرينو او د الوتکې د ۶ کسه عملې سره لوېدلې ده.

الوتکې له تهران څخه د ايران ياسوج ښار ته کورنۍ الوتنه درلوده، چې د تهران او ياسوج ترمنځ په يوه غرنۍ سيمه کې لوېدالې ده.

ياده الوتکه د ايران د اسمان په نوم د هوايي کرښې الوتکه وه، چې نن سهار نسکوره شوي.

د ايران رسنيو ويلې چې په الوتکه کې د مسافرينو او د الوتکې د ۶ کسه عملي د مرګ - ژوبلې په اړه خبرونه نه دي خپره شوي، خو په سيمه کې د ژغورنکو ډلو پلټنې روانې دي.