درې لاملونه به د بريښنايي پېژند پاڼو په وېش سره؛ له پښتون اکثريت، پښتون اقليت جوړ کړي

درې لاملونه به د بريښنايي پېژند پاڼو په وېش سره؛ له پښتون اکثريت، پښتون اقليت جوړ کړي
شمس - رحمانزی
 
د بريښنايي پېژند پاڼو په وېش سره به، په هېواد کې ډېری ستونزې را کمې شي. ټاکنې په رڼې شي، جنايي پېښې به څرګندې او پر امنيت به مثبت اغېز وکړي، د افغانستان بې پوښتنې تعبيت به يوازې افغان ته ورکول کيږي، په ان لاين سوداګرۍ او بريښنايي حکومتوالۍ کې به ترې ګټه واخېستل شي او مهمه يې دا چې، د هېواد د وګړ کره شمېر به مالوم او ډيموګرافيک مالومات به دقيق شي.

په افغانستان کې د وکړو کره او دقيق شمېر تر اوسه نه دی په ګوته شوی. له ۱۳۸۳ کال وړاندې سر شمېرنې، د ۱۳۸۳ کال سر شمېرنه او له هغې ورسته، کورنۍ او بهرنۍ سر شمېرنې په لوړ توپير سره د افغانستان د وګړو شمېر خپروي. د افغانستان د وګړو شمېر له ۳۰ مېلېونه څخه نېولی بيا تر ۴۵ مېلېونو پورې اټکل کيږي. دغه اټکلي شمېر په مېلېوني توپير سره توپير لرونکی دی.

کله چې، د ټول هېواد د وګړو شمېر او په ولايتونو کې د وګړو شمېر کره او په دقيق ډول څرګند وي، نو حکومت کولی شي، چې د وګړو دشمېر په اساس خدمات تر خلکو ورسوي او د وګړو د شمېر پر بنسټ د دوی ته په حکومت کې برخه ورکړي.

د ولايتونو لپاره د بوديجې ځانګړې کولو، د ولسي او مشرانو جرګې د چوکيو شمېر، د ولايتي شوراګانو د چوکيو شمېر، په لويه جرګه کې د خلکو د استازو شمېر، پراختيايي پروګرامونه او په حکومت کې ونډه، ټول هغه څه دي، چې د وګړو په شمېر پورې تړاو لري او په هم دې اساس ولايتونو او زونونو ته ورکول کيږي.

په افغانستان کې څلور لويې قومونه، پښتون، تاجک، هزاره او ازبک ګډ ژوند کوي. دغه څلور واړه قومونه په ځانګړې ډول پښتون او تاجیک د هېواد د اکثريت قوم دعوه او ادعا کوي. له تېرو سر شمېرنو څخه بيا تر نويو سر شمېرنو پورې دا په ډګه شوې ده، چې پښتون په افغانستان کې لوی اکثريت قوم دی.

اوس که چېرې د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ په ټول هېواد کې پيل شي، نو شونې ده، چې د پښتون اکثريت قوم په اقليت قوم بدل کړي.

۱- په پښتنو کې د زده کړو او پوهوي ټېټه کچه: پښتون لویې قوم دی. يوازې هغه پښتانه بايد په نظر کې ونه نېول شي، چې دوی په ښارونو، ښار ته په نېږدې کليو او نور پرمختللې سيمو کې ژوند کوي. د هېواد په مختلفو سيمو کې، داسې پښتانه هم شتون لري، چې د حکومت په ښه او بد نه دي خبر، په يو کم رنګي مدنينت کې اوسي، خو له سياسي مدنيت ناخبره دي. داسې پښتنې سيمې هم شتون لري، چې خلکو يې تر اوسه په دې ۲۱ پيړۍ کې هم، هغه کاغذې پېژند پاڼه نه ده اخېستي او نه هم په کومه دولتي اداره او دفتر دننه شوي دي.

د پښتنو د سيمو ياد خلک د جهالت، ناپوهۍ او ناخبرۍ په دايرو کې ګير دي. دوی به په دې وپوهيږي چې پښتانه دي، خو ښايي په دې پوه نشي، چې له پښتون پرته په افغانستان کې بل څوګ هم شته او کنه؟

که د بريښنايي پېژند پاڼو د ويش، ارزښت، اهميت، ګتو او اسنتياوو په اړه دوی ته، په لويه کچه پوهی او مالومات ور نه کړل شي، نو دوی به له بريښنايي پېژند پاڼو داسې پاتې وي، لکه تر نن ورځې يې، چې کاغذي پېژند پاڼه نه ده اخېستي او د ټاکنو رايه پاڼه يې په لاس کې نه ده نېولي. دغه خلک د پښتنو د نفوس لويه برخه جوړه وي، له بريښنايي پېژند پاڼو څخه بې خبرې به يې، په لويه کې په افغانستان کې د پښتنو په فيصدۍ منفي اغېز ولري.

۲- د ښځو ونډه: په افغانستان کې د نورو قومونو په پرتله، پښتانه د ښځو په ستر او حجاب کې ډېر ټينګ دي. پښتانه د ښځو په حجاب او ستر کې دومره ټينګ او سخت دي، چې ډېری ځلې په کې افراط ته ورسیږي، د ښځو هغه حقوق هم تر پښو لاندې کړي، چې د اسلام مبارک دين ورکړې دي.

د هېواد د نورو وړونو قومونو د ښځو په پرتله، پښتانې ښځې په سیاسي، ټولنيز، اقتصادي، ښوونيز او نورو ډګرونو کمی رنګې دي او په لويه لاس يې هغه ډګر چې د ښځو ونډې ته په کې اړتيا ده، پرته له سيالۍ يې نورو ته پرېښودلی دی.

که د بريښنايي پېژند پاڼو په اړه، ښځو ته عامه پوهوی ورنه کړل شي، د کورنيو له خوا د بريښنايي پېژند پاڼې د اخېستلو اجازه ورنه کړل شي، نو د بريښنايي پېژند پاڼو له وېش ورسته به، په لومړيو پايلو کې پښتون تر اقليت را ټيټ کړي.

۳- جګړه: څرګنده ده، چې د هېواد د نورو سيمو په پرتله په پښتنو سيمو کې جګړه هم زياته ده او د نورو قومونو د وکړو په پرتله پښتانه په خپله هم په جګړه کې ډېر بوخت دي. جګړه به د بريښنايي پېژند په وېش دوه بد اغېز ولري.

لومړی دا چې، په ځينو پښتنو سيمو کې، چې څه ډول د واکسين کمپاين نشي تر سره کېدلی، د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ستونزې وي، د بيارغونې پروژې له خنډ سره مخ کيږي، نو په همدا ډول به د بريښنايي پېژند پاڼو د اخېستو په موخه، ستونزې او ګواښونه موجود وي.

دويم دا چې، پښتانه په جګړه کې بوخت دي، نو د جګړې په عقيدې غرق پښتانه به، بريښنايي پېژند پاڼو ته د غرب د پروژې او د کفارو د سېسې نوم ورکړي، نه به يې په خپله واخلي او نه به هم تر خپلې وسې نور پريږدي، چې پېژند پاڼې واخلي.

پورته درې ذکر شوې ستونزې پښتانو په ټاکنو، پراختيايي پروژو او نورو برخو کې تجربه کړي دي. مدني ټولنې، سياسي ګوندونه او په لويه کې، که ويښ او پوهه پښتانه، په دې برخه جدي فعالیت ونه کړي، نو اکثريت پښتون به اقليت پښتون کړي.