
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۹مه) د پنټاګوت څارونکي بنسټ په خپل یوه راپور کې اعلان کړی، چې د افغانستان په ۱۶کلنه جګړه کې د امریکا بریالیتوب مشکوک دی.
د آریانانیوز راپور له مخې، د پنټاګون سرمفتش د دفتر په راپور کې د افغانستان په جګړه کې د امریکې پر ګټلو شک ښودل شوی.
دا راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د نړۍوالې انکشافې ادراې په مرستې سره برابر شوی دی.
په راپور کې لیکل شوي: «افغانستان حکومت د ۲۰۱۷میلادي کال تر اواخرو پورې د ۳۵۰۰امريکايي پوځیانو په شتون کې ونه شو کولی، چې خپل د کنترول ساحه وساتي.
ددې راپور پر بنسټ د افغانستان وضیعت د ۲۰۱۷میلادي کال پورې ۴۶سلنه د افغانستان برخه د حکومت په لاس کې ده او ۱۲سلنه ساحه د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده.