خلک په فضاء د نااشنا مخلوقاتو د لېدلو لېوالتيا لري

روهي (يوه ني/۲۹ د سلواغې)، د اسپوتنیک د راپور له مخې، په آریزونا پوهنتون کې د ارواه پېژندنې پرفيسورو مایکل وارنوم وايي، چې په اوسنۍ ۲۱ پيړۍ خلک دا هيله لري چې لا نور مخالوقات وګوري او مطالعه يې کړي.

مایکل وارنوم له نظره په فضا کې داسې نااشنا مخلوقات موجود دي، چې تر اوسه د نړۍ پر مخ انسانانو نه دي لېدلي، خو د ارواه پوهنې د علم پّ اساس زه ويلی شم، که چېرې د نړۍ خلک دغه نااشنا مخلوقات وويني، د خوښۍ احساس به وکړي.

مایکل وارنوم په يو شمېر کسانو د نااشنا مخلوفاتو په اړه د دوی د غبرګون په اړه څېړنې کړي، چې په پايله کې ورته څرګنده شوې ده، چې انسانان د بيګانه موجوداتو په لېدو سره د خوښۍ احساس کوي.

په ۲۱ مه زېږديزه پيړۍ کې، په ځمکه او فضاء کې داسې نورو ژوندي موجودات او مخلوقات لېدل شوي، چې له دې وړاندې يې انسان په اړه فکر او تصور نه وو کړی.

په نړۍ کې ساينس پوهان اوس په دې اخته، چې د بيګانه ژونديو موجوداتو په اړه ژورې څېړنې وکړي او له انسانانو سره يې په اړيکو او نه اړيکو يې ځانونه پوه کړي.