په غزه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۹مه) د اسرئیلو پوځیان په غزه کې د حماس ډله له بریدونو لاندې نیولې ده.
د اسپوتنیک له راپور سره سم، ځايي عیني شاهدانو په وینا اسرئیلي هوايي پوځ د غزې په سویلې کې پر اسرائیلي پولیسو د برید له کبله د حماس ډلې پوستې یې تر بریدو لاندې نیولې دي.
د یادولو وړ ده، نن ورځ د اسرائیلو د اردو مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې یو ماین چاودنې امله د دوی۴تنه اسرائیلي پولیس ټپیان شوي، چې د دوه تنو روغتيايي حالت د انديښې وړ دی.