
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۹مه) د غزې په سرحد کې د یوه ماین چاودنې له امله، ۴تنه اسرئیلي پولیس ټپیان شوي دي.
د اسپوتنیک له راپور سره سم، د اسرئیلو د اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د ماین چاودنې له کبله، د دوی ۴تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د راپورو پر بنسټ، د دوه تنو ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ نه دی.
د اسرئیل د اردو په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې راغي: " نن ورځ یوه د یو ماین چاودنې په پېښه کې د غزې سوېل لورې ته نږدې ۴تنه اسرئیلي پولیس ټپیان شوي."
ویل کېږي چې په ځوابي برید کې اسرئیل ټانګونه فلسطیني پوځیان در موخې لاندې راولي.