
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۸مه) د عراق د پارلمان دفاعي کمېټې استازي ویلي، روسیې په لومړي وار ۱۰عرادې ۹۰ټي ټانګونه دغه هېواد ته استولي دي.
د اسپوتنیک له راپور سره سم، د عراق پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ښاغلی حکیم الزمیلی ویلي: یو برخه ۹۰ټي ډوله روسي ټانګونه له روسیې عراق ته لیږل شوي، چې ګوندې ډير ژر ورسیږي.
الزمیلی ویلي چې دغه ټانګونه پر عصري ټکنالوژۍ سره سمبال دي او دغه روسي ټانګونه به د عراق له پوځ سره، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې ښه ثابت شي.
تر دې وړاندې په بغداد کې د روسیې سفیر ماکسیم ماکسیموف ویلي و، چې له عراق سره د روسیې دا قرارداد ګټور دی او ډير ژر به T-90S ټانګونه عراق ته ولیږل شي.