
له واشنګټن پوسټ سره د حامد کرزي ورستۍ مرکه
ډاکټر نېک محمد ويال - در وهي وېب پاڼې څښتن
واشنګټن پوسټ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه د (حامد کرزي تورې نظريې په افغانستان کې په انقباض کې دي) د سر ليک لاندې ليکي.
" حامد کرزی چې د کلنو لپاره يې د امريکا په پيسو او قدرت واکمنۍ وکړه، خو په اخېر کې يې له امريکا سره اړېکې خرابې او ترېنګلې شوې او په افغانستان کې يې د امريکا له پوځي شتون سره مخالفت څرګند کړ."
واشنګټن پوسټ ليکي، چې په اوسپنيزه کاله بند او يو وخت د لويدېځې نړۍ د حمايت وړ کس کرزی تر اوسه له سياسي ډګر څخه وتلی نه دی. نوموړي په کابل کې په پراخه کچه اړيکې لري او له خلکو سره په اړيکه کې دی.
واشنګټن پوسټ وايي، په افغانستان کې طالب وسله وال او داعش ډله ، په بې رحمۍ او له تاوترېخوالي څخه ډکې کړنې او بريدونه تر سره کوي، د طالبانو او داعشيانو د دغه بريدونو پر وړاندې د اوسني افغان حکومت مبارزه د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر نيوکو لاندې راځي، چې په افغانستان کې د رسنيو او خلکو ترمنځ د بحث او خبرو وړ موضوع کيږي.
د واشنګټن پوسټ په وينا، حامد کرزی باور لري، چې په افغانستان کې داعش ډله د امريکا له خوا ملاتړ کيږي، ترڅو په دې سره امريکا په افغانستان د دايمي اډو او پاتې کېدو لپاره په يو ډول مشروعيت پیدا کړي، خو ډېر ځلې د حامد کرزي دغه نظريي او نيوکې، د خلکو ترمنځ داسې انعکاس پيدا کوي، چې کرزی د ځان د ګټو په پار دريځ نيسي.
واشنګټن پوسټ د حامد کرزي له خولې ليکي، "په افغانستان کې امريکا ته اړتيا نشته چې ديو څو طالب وسله والو پر وړاندې په ډېر شمېر پوځي آډې جوړې کړي، د امريکا شتون په افغانستان هم په دې موخه نه دی، چې وسله والو وځپي، بلکې د امريکا ډېر رقيیبان د افغانسان په کاونډ او له افغانستان سر نېږدې پرته دي. مونږ د امريکا راتګ ته هرکلی وايو، خو داسې نه چې مونږ ته فريب او دوکه راکوي او په خپلو ګټو پسې سر وي."
کرزی وايي، چې افغان د امريکا په پرتله کوچنی او غريب ولس دی، ترڅو امريکا ته ووايي، چې دغه کړنې دې بندې کړه، خو مونږ يو هېواد يو او بايد د يو هېواد د ملي ګټو درناوی او قدر وشي.
واشنګټن د حامد کرزي د واکمنۍ د ورستيو کلنو په اړه ليکي، "حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په ورستيو کلنو کې په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځيانو له شتون سره مخالفت وښود. کرزي په امريکا او ناټو نيوکه درلودله، چې په افغانستان په کليو او کورونو بمبارۍ کوي، د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کوي او هغه ځای نه په نښه کوي، چېرته چې په رېښتيا هم د ترهګرو ځالې او مرکزونه شتون لري. په همدې پار حامد کرزي د امريکا متحدو ايالتو سره هغه پوځي تړون لاسليک نه کړ، د کوم په بنسټ چې به امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د يو اوږد وخت لپاره پاتې کېدل، خو له کرزي وروسته اوسني ولسمشر محمد اشرف غني دغه تړون لاسليک کړ"
واشنګټن پوسټ د حامد کرزی او د افغانستان لپاه د امريکا د پخواني سفير زلمي خليلزاد د اړيکو په اړه ليکي، "خليلزاد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د ملي مشر خطاب کوي، خليزاد او کرزي د پاکستان په اړه يو نظر او لېدلوری درلود. دواړو په دې ټېنګار کولو، چې نړيواله ټولنه بايد په پاکستان فشارونه زيات کړي. په پاکستان د فشارونو په اړه، زلمي خليلزاد د حامد کرزي غږ بدرګه کړ او د کرزي ترڅنګ ودرېد."
واشنګټن پوسټ د حامد کرزي دې هغه غوښتنې په اړه، چې د لويې جرګې جوړېدل دي، ليکي، "کرزی د سياسي حل لپاره د يوې بلې حل لارې په لټه کې دی، هغه د لويې جرګې راغوښتل دي، چې حامد کرزی يې په تکرار غوښتنه کوي. خو يو شمېر کورني او بهرني شنونکي په دې باور دي، چې کرزی هڅه کوي، ترڅو له دې لارې يو ځل بيا سياسي واک - ځواک په لاس کې واخلي. که څه هم دغه خبرې د حامد کرزي له خوا په کلکه رد شوې دي."
کرزي واشنګټن پوسټ ته ويلي، "زه پوهيږم چې لويه جرګه به له امريکايانو وغواړي چې نور له افغانستان څخه ووځي او امريکا د لويې جرګې له جوړېدو همدا ويره لري. که لويه جرګه جوړه شي، نو پوهيږم، چې له ما به غوښتنه وکړي، چې واک ته راشم او ولسمشر شم، خو زه دا کار نه کوم."
حامد کرزي، په پای کې واشنګټن پوسټ ته ويلي، "زه د امريکايانو خلاف نه يم، زه د امريکا د ډېر شمېر پالېسيو خلاف يم، خو تر اوسه هم ورسره د يو متحد په توګه پاتې يم. که امريکا له مونږ سره په متقابل احترام او صداقت کې پاتې شي، نو ورته څرګنده به شي، چې سره جوړ راتلای شو."