
روهي (نۍ/۲۸ د سلواغې)، ايرانی جنرال قاسم سلیماني وايي، چې د اسرائيلو صهیونیستي رژيم د نړۍ د مسلمانانو او په ځانګړې ډول د فلسطنيانو پر وړاند د وژنې او زورونې غېرې بشري کړنې تر سره کړې دي، د مسلمانانو د وينې د انتقام په موخه د ياد صهیونیستي رژيم د نابودۍ ژمنه کوم.
قاسم سلیماني د ايران د سپاه پاسداران ډلې د قدس د ځانګړو ځواکونو قومندان دی او دغه څرګندونې يې، د اسرائيلو له خوا د فلسطين د حزب الله ډلې د يو جګړيز قومندان عماد مغني د وژل کېدو په لسمه کليزه کې کړي.
دغه ايرانی جنرال وايي، چې د عماد مغني او د اسرائيلو له خوا د نورو وژلو شويو کسانو د وينې انتقام به يوازې دا نه وي، چې په اسرائيلو باندې توغندي او راکټي بريدونه وشي، بلکې ياد هېواد بايد د نړۍ له مخې مخوه شي.
ايران او اسرئيل له کلنو راهيسې په سياسي او امنيتي مسايلو له يو بل سره وران هېوادونه دي، او همدا ډول په فلسطين او منځني ختيځ کې د ايران او اسرائيلو پوځي لاس وهنې د يو او بل پر وړاندې د دښمنۍ اور لا پسې تيزوي.