
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۸مه) د کرد ځواکونو د سوریې په عفرین سیمه کې ترکیه پر کیمیاوي ګاز کارولو باندې تورنه کړې ده.
د اسپوتنیک راپور له مخې، د کردي ځواکونو استازي ښاغلي رینزا هودا، د ترکیې هیواد پوځیان په دې تورن کړي، چې د سوریې په شمال کې په ورستیو بریدونه کې یې کیمیاوي ګاز کارولی دی.
هغه اعلان کړی، چې د ترکیې په کیمیاوي ګازو د کارونې له امله، د عفرین په شیخ الحدید سیمه کې۱۶تنه ملکیان بې هوشه شوې دي.
د هغه په خبره، ددې پېښې ناروغان یې روغتونونو ته وړي دي.
د سنا په نوم د سوریې یوه خبري اژانس هم دا خبر منلی دی او د ډاکټر جوان محمد رییس له قوله یې لیکلي، چې دغه خلک د سیمي ګار له کارونې بې هوشه شوې دي.
ترک پوځيانو د سوریې په شمال کې د جنوري میاشتې له ۲۰نېټې څخه پوځي عملیات پیل کړي دي.