د ملګرو ملتونو عمومي منشي: نړۍ د اټمي کړکېچ له کواښ سره مخ ده

روهي (نۍ/۲۸ د سلواغې)، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش، د جرمني په مونيخ ښار کې د نړيوال امنيت او په نړۍ کې د اټمي وسلو د کړکېچ ګواښ، په ناسته کې ويلي، چې نړۍ يو ځل بيا د اټمي کړکېچ له کواښ سره مخ ده.

انتونیو ګوترش، د شمالي اټمي هڅو ته په اشارې وويل، "د شمالي کوريا اټمي وسلې او د لېرې واټن وېشتونکي توغندي نړيوال امنيت ته يو ګواښ دی. د شمالي کوريا د اټمې وسلې هڅې د امنيت شورا او د نړيوالې ټولنې د تر سره شويو تړونونو پر وړاندې تيری دی."

په مونيخ کې د نړيوالې ټولنې په ياد کنفرانس کې، د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ، له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې په شمالي کوريا دې بنديزونه او فشارونه ډېر کړي، ترڅو شمالي کوريا د خپلو تخريب کونکو اټمي هڅو لاس په سر شي.

په دې درې ورځني کنفرانس کې، د اټمي وسلو د ګواښ او نړيوال امنيت پر مسايلو سر بيره، د روسيې او لويدېځي ټولنې په اړيکو باندې هم خبرې کيږي.