امريکا ته د پاکستان له خوا جدي خبرداری

روهي (نۍ/۲۸ د سلواغې)، د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال امريکا ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان په خاوره کې د امريکا له خوا يو اړخيز پوځي عمليات د پاکستان لپاره سره کرښه ده او ورته د منلو وړ نه دي.

احسن اقبال له سي اِن اِن ټلوېزون سره په مرکې کې ويلي، چې د امريکا له خوا د پاکستان په خاوره يو اړخيز پوځي عمليات د اسلام اباد لپاره سره کرښه ده، که امريکا له دې سرې کرښې تېری وکړي، نو اسلام اباد به يې ځواب ورکړي.
 
نوموړي ويلي، چې پاکستان غواړي، له امريکا سره ښې سياسي اړيکې ولري، خو امريکا بايد په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه په پاکستان تمامه نه کړي. د اقبال په خبره، د پاکستان پر وړاندې، د امريکا په شمول د هر هېواد دسېسې پاکستان ته د منلو وړ نه دي.

په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې جګړې په اړه اقبال ويلي، چې يوازې په پوځي لارو فکر جګړه نشي حل کولی، غوره چې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه له سياسي لارو ګټه پورته شي.

په دې ورستيو د پاکستان او امريکا اړيکې د تېر په پرتله ډېرې خرابې شوې دي او امريکا هڅه کوي چې پاکستان د هغه هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي، چې له ترهګرۍ سره مالي مرسته کوي.