غزل

زماويده ،ويده دردونه له پرهر مه ويښوه
نورمې دهيلوټپي شوى مات لښکرمه ويښوه
پرېږده دزړه معبدکې وران کړم ستادمينې بتان
دابراهيم ازلي هوډته آزر مه ويښوه
لږخو مې پرېږده چې وده شم ناقراره ژونده
لااوس آرام شوم مادمر ګ له وزرمه ويښوه
پرېږده دمينې خاطرې موافسانې پاتې شي
په رنګينيو کې ويده ژوند له سرمه و‌يښوه
ياغې ((احساس ))مې نوردستادحسن زورنه منې
نورمې په خيال کې دسروشونډو کوٍثرمه ويښوه
-------------
نوم ورکي
دشپې تياره له رازه ډکه سينه
سپوږمۍ په سپينو الماسينو
وړانګو وڅيرله
دچنارونو ژبې وخوځېدې
نن شپه سپوږمۍ ته
دژوندون يوڅوسندرې وايې
باددغنمو څڼې واړه ولې
مرغيو ځالو کې واړه بچي نورهم راټينګ
کړل
بياله سپوږمۍ ځېنې راتا شول ستوري
ټولو يوبل ته خپل لاسونه ورکړل
اودسپوږمۍ چمبې ته ځان خوځوي
سيند په ستومانه اوږو
بياڅونوم ورکې جنازې تېرې کړې
مجيب ((احساس))
ننګرهار