د یو افغان ماشوم هیښوونکې ویډيو؛ خو رشتیا نه وه!

د الجزیرې ټلویزیون د خپرې کړې هغې ویډيو کیسه جعلي وه چې په ننګرهار کې یې د یوه کوچني پر ژوند کړې وه (پلار یې) وژل شوی ښوودلی و، خو هغه (ژوندی) و.

که څه هم په افغان رسنیو کې د جعلي ژورنالیزم بېلګې کمې نه دي، خو د الجزیزې په څېر له یوې نړیوالې او معتبرې رسنۍ نه داسې څه خپرېدل راته له اټکله لرې وو.

الجزیرې د (خدای نظر) په نامه د یو کوچني د ژوند کیسه راخیستې ویل یې"پلار مې د حکومت مخالفو وسله والو له کوره وویست... زما په وړاندې یې ترې سر پرې کړ... ښوونځی نه لولم ځکه پیسې نشته دی، پلاستیک راټولوم او بیا یې خرڅوک چې کور ته ډوډۍ یوسم...".

او ګڼې نورې خبرې...
د ویډیو تر خپرېدو وروسته راته څو ملګرو ټلیفون وکړ چې دغه ماشوم "خدای نظر" پیدا کړم چې خلک ورسره مرسته کوي.

کور یې پیدا شو، له خبریال ملګري صداقت غورځنګ سره یو ځای یې کور ته ورغلم، ځکه یو چا مرسته کوله او ویل یې تذکرې یې پیدا کړه.

کور ته له رسېدو سره سم هماغه کوچنی چې سټوري پرې شوې وه راووت، ما ویل پلار دې څه شو؟

یوه شېبه غلی شان شو، بیا یې وویل (هغه نشته) ؛ ځکه دغه کاله ته تر تګ وړاندې مې اورېدلي وو چې د دې کوچني پلار ژوندی دی.

له کور له ګاونډیانو مې وپوښتل، ویل یې " سړی ژوندی دی او دغلته (پولۍ) خرڅوي...".

کوچني اعتراف وکړ چې د الجزیرې بهرنۍ خبریالې راته وویل دغسې ووایه.

خو مور یې وايي غریبانان وو، ځکه مې زوی دغسې خبره کړې ده.

ممکن په دې وطن کې دغسې ډېرې کیسې وي، چې رښتینې وي، مګر که څوک ورپسې وګرځي او ویې پلټي.

ممکن دې جعلکارۍ کې ډېر لاس د کورنۍ وي، ځکه د غربت نه د خلاصون لار به یې لټوله؛ خو خبریالان/ خبریالانې باید دغسې مسلو ته متوجه او دقیق ووسي.

په افغانستان او خاصتآ ننګرهار کې کوم وحشت و چې ونه شو.

ډېرې کورنۍ دردناکې کیسې لري او باید خلکو ته ورسول، خو داسې نه چې د خدای نظر ژوندی پلار یې ګور ته کړی وي.

رسنۍ او رسنوال باید دغسې مسلو او بارکیو ته په څاو ووسي.
درنښت
د الجزیرې د خپرې کړې ویډیو لینک
https://www.facebook.com/aljazeera/videos/10156443380118690/