
اې ملګریه، اې دوسته اې شاعره اشنا!
ستاخو خوښیږي چي بل څو ک درته غوږ ونیسي او ستاخوږې دکلومې د زړه په غوږونو واوري.
ستا خو دا عادت نه دی، چي خپل شاعرانه فکر د کوم بل چا په اوتو بوتو مصروف کړې، بلکې ته خو د الهام په تمه د تخیل په سوچ کي ډوب؛ تنهایي او انزوا خوښوې.
خو.
زه درته د خداي په نوم او دپښتو لپاره یو څه ویل غواړم.
اې شاعره، اې، اې، ته اوري که نه؟
زه ستاپه خیال او تخیل کارنه لرم، زه دي په الهام نه پوهیږم او د کنايی، استعارې او تشبیهاتو سره سروکار نه لرم دا ټول ستا د شاعرانه قریحې غوښتنې او محصول دي.
زه یوازي د خپل ځان په اړه درته ویل غواړم.
نو.
اې شاعره ، اې ، اې ، تاته وایم!
ته خو د ټولنې سترګې او ژبه ځان بولې، ته خو ځان ته د ټولنې د ترجمان خطاب کوې اوته خو وایي، چې زه د ټولنې عیني وقائع ترخپل شاعرانه پلټر باسم، هنري جامه وراغوندي او بیا یې د فکر او شعریت په ګډه جوله ټولنې ته وړاندي کوې.
خو، ګوره!
شاعره اشنا، بلا دي واخلم، زما تصویر دې غلط اخیستي، زمارنګ، خوند، صورت او سیرت دي نه دی لیدلی اونه يې وینې.
اې شاعره! اې سترګور خو نابینا شاعره!
تا زه تر اوسه لانه یم لیدلی، تا زما د اوښکو ډکې سرې سترګې او سپیرې شونډې نه دي لیدلي.
ته زماشکیدلې ټنۍ، څیرې ګریوان، یبله پښې، لوڅ سر، ټناکې لاسونه او سپیره بدن نه وینې.
تاته خو زه ډیر آسوده، آرام او ښکلی ښکارم او زما بدبختي او بدرنګي دي نه ده لیدلي.
تاته خو زما قد سروه، بادامي سترګې، شونډې لعلونه او سپیره وجود نازولی ښکاري.
اې شاعره تاته وایم!
ته دانه وینې، چې زه رټل کیږم ، وهل کیږم ، وژل کیږم او تر پښو لاندي کیږم.
ته ما نه وینې، چې ځمکه مې زورور په خپل نوم اړولي، باغ مې …. سنګر ګرځولی، کور مې د سړک غاړې چاودنې وران کړی او د جیب یو څه خاوري - ماورې را څخه په سپینه ورځ غلو لوټلي.
ته مانه وینې چې، زه له دې ویرې چې راباندې کوم آسماني تندر را پرینوځي، پاک کالي نه شم اغوستلای، قلم په جیب کې نه شم ګرځولای، په کوم شخصي یا ناشخصي دفتر کي کار نشم کولای او حتی خپل زوی ـ لور مکتب ته نشم لیږلای.
ته دلته د اجتماع په عمق کي پرتې اجتماعي، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ناخوالې نه شي لیدای، ځکه دا هرڅه خو له اجتماع سره ارتباط لري اوته سپین زړی شاعر خو د خپل شعري ریاضت په خلوتګاه کې تک تنها ناست یې.
هو!
ته زما دغه واقعي څیره نه وینې، ته زما دا حالت نه محسوسوې او زما په دې بدرنګه تصویر خپل شاعرانه نازکخیاله مزاج نه ګډوډوي.
خواې شاعره!
زه همداسي یمه.