
روهي (پنځه نۍ/۲۵ د سلواغې)، د پاکستان حکومت د هغه تنظيمونو او سياسي ډلو له جملې څخه، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خواد بنديزونو په نوملړ کې اچول شوي دي، د فلاح انسانیت تنظيم امبولانوسونه، روغتونونه، مدرسې او يادې موسېسې ته اړونده نور نور تاسيسات په حکومتي کنټرول کې اخېستي.
د راپورنو په اساس، د پاکستان حکومت په ياد هېواد کې، د حافظ سعید د جماعت الدعوه تنظیم یوې څانګې (فلاح انسانیت موسیسې) سياسي او ټولنيز فعاليتونه بند کړي او دغه موسېسه يې تر څار لاندې نېولي ده.
پاکستان په ۷۱ هغه موسېسو، تنظيمونو او ډلو بنديزونه ولګولو، چې هر کله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا ترهګري او له تر هګرو ډلو سره ملاتړ کونکې ډلې وپېژندل شوې.
پاکستان په داسې وخت په ۷۱ سياسي او مذهبي ډولو شرايط سخت کړي، چې په امريکا کې چارواکي هڅه کوي، تر څو له ترهګرو سره د مالي ملاتړ کونکو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان نوم هم شامل کړي.