فلوریډا: د يو ښوونځي دننه په ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د امريکا متخدو ايالتو په فلورېډا ايالت کې يو وسله کس د يو ښوونځي دننه ډزې کړي، چې په پايله کې يې ۱۷ وژلي شوی او نېږدې ۲۰ کسان ټپيان دي.

د لومړنيو مالوماتو له مخې بريدګر د همدې ښوونځي يو پخوانی زده کوونکی وو، پوليس وايي، چې له بريد وروسته يې بريدګر کس نېولی دی.

د امريکا ولسمشر ټرمپ، په خپل ټوټېتر د پېښې له قربانيانو سر غشمريکي کړي او هره شيبه د سپينې ماڼۍ له خوا ورته د پېښې په اړه تازه مالومات ورکول کيږي.

له ۲۰۱۳ څخه را وروسته په امريکا په ښوونځيو ۲۹۱ بريدونه شوي، چې نننی بريد يې ورستی وو.