د امريکا استخباراتي چارواکي: د پاکستان پوځ په افغانستان، د امريکا ګټې له خطر سره مخ کړي دي

روهي (څلورنۍ/۲۵ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو شپږو استخباراتي ادارو چارواکو، د امريکا سناتورانو ته د راپور ورکول پر مهال ويلي، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د امريکا ګټې له ګواښ او خطر سره مخ کړې دي.

دغه استخباراتي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې له طالبانو، حقاني شبکې د پاکستان پوځ او چين سره د پاکستان په نېږدې کېدو سره، په افغانستان کې د امريکا ګټې له ګواښ سره مخ دي.

د امريکا د ملي استخباراتو ادارې مشر دن کوتس وايي، "د پاکستان پوځ له سرې کرښې تېری کوي، په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پوره مرسته کوي او په ظاهري ډول ښيي، چې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې عمليات کوي، ترڅو له نړيوالو فشارونو په امن وي."

د امريکا د استخباراتي ادارو په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د نورو کلنو په پرتله به، په افغانستان کې امنيتي وضعيت کړکېچن شي، خو د هېواد د لويو برخو د سقوط د مخنيوي چارې روانې دي.

واشنګټن اوس په دې هڅه کې دی، چې پاکستان له ترهګرو سره د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له ورستيو څرګندونو وروسته په پاکستان نړيوال فشارونه زيات شوي او د ترهګرۍ پر وړاندې، دپاکستان دوه مخه سياست نړۍ ته رسوا شوی دی.